ننګرهار کې د داعش د خراسان مرکز له منځه ولاړ- چارواکي

افغان چارواکي وایي د داعش لسګونه جګړه ماران یې وژلي دي

په ننګرهار کې چارواکي وایي د داعش-خراسان ډلې پر ضد یې څلور ورځني عملیات ختم شول او شاوخوا ۵۰ داعشیان یې ووژل.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ننګرهار په هسکه مېنه کې یې د داعش ډلې د خراسان مرکز له منځه وړی او لسګونه داعش وسله وال یې پکې وژلي دي.

دغه عملیات د کمانډو ځواکونو په مشرۍ څلور ورځې مخکې پیل شوي وو، چې بهرنیو ځواکونو یې مرسته کوله. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي دغو عملیاتو کې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي وویل "دغو عملیاتو کې چې له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوي تر اوسه پکې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي دي او ګڼې سیمې له داعش څخه پاکې شوې دي."

هغه وايي تر عملیاتو وروسته به سیمې د ځايي پاڅونوالو په مټ وساتي او هڅه کوي په په ژمنیو پېلیدونکو عملیاتو کې به د داعش ډله له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه "په نژدې راتلونکي کې به ژمني عملیات پیلوو، موخه داده چې ټول مخالفین او ځانګړې توګه داعش له منځه یوړل شي او تر عملیاتو وروسته د ځايي پاڅون کوونکو په مرسته ګټل شوې سیمې وساتو"

له تېرو څو اونیو راهیسې د ننګرهار په نازیانو کې هم د داعش خلاف عملیات روان دي چې د چارواکو په وینا ددغې ولسوالۍ اتیا سلنه خاوره یې نیولې او اوس پکې د ځايي پاڅونوالو د ځای پر ځای کېدو لړۍ روانه ده.

د داعش ډله دغلته څو کاله مخکې پیدا شوه چې کله ناکله به له افغان او نړیوالو ځواکونو سره هم په جنګ شول. دغې ډلې د سیمې یو شمېر قومي مشران او وګړي د حکومت سره د اړیکو په تور هم ووژل.

امریکایي ځواکونو د داعش د خراسان ډلې د ختمولو لپاره پر هغوی (د بمونو مور) هم وکاروه. افغان چارواکي وایي د داعش ډلې جګړه ماران تر ډېره د پاکستان او منځنۍ اسیا وګړي دي.