داعش تر ۴۰۰۰ پورې جنګیالي د افغان-تاجک په پوله ځای پر ځای کړي - د مسکو په مشرۍ اتحاد

قاری حکمت، په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې یو قوماندان

د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون د قواو د لوی درستیز اناتولي سیدوروف په وینا، د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان (CSTO) د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال اناتولي سیدوروف د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل، «د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.»

جنرال سیدوروف د ۲۰۲ کال په جنورۍ کې د قزاقستان کورنۍ شخړې ته په اشارې وویل: "د وخت په اساس، د د ډله ییز امنیت د تړون د ځواکونو غبرګون ۱۲ ساعته دی چې په وینا یې ګواښونو ته به ځواب وویل شي.

هغه ټینګار وکړ چې CSTO به اجازه ورنکړي چې د تاجکستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د افغانستان له خوا پارونکي اقدامات وشي. سیدروف وویل: "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هیڅوک به هیڅکله تاجکستان خوشې نکړي." د هغه په وینا د ډله ییز امنیت د تړون سازمان پوهیږي چې تاجکستان د دې سازمان سویلي برخه ده چیرې چې وضعیت خورا پیچلی او ستونزمن دی.

روسیې او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا هیوادونو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې په وار وار دا ډول اندیښنې په ډاګه کړي او څو ځلې د روسیې په مشرۍ ددغو هیوادونو وسله والو ځواکونو د افغانستان سره په پوله پوځي تمرینونه کړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د داعش په څیر د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه د لویدیځو هیوادونو مقاماتو هم اندیښنې ښودلې دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارتر چې په دغه هیواد کې یې ماموریت پای ته رسېدلی د فبرورۍ په ۱۱ (سلواغې ۲۲) ویلي وو چې د افغانستان بې ثباتي او کورنۍ شخړې به د ژور بشري بحران او د داعش د احتمالي بیا راپور ته کیدو لامل شي.

ښاغلي شارتر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "بې ثباتي او کورنۍ شخړې به د ژور بشري بحران او د داعش د احتمالي بیا راپورته کیدو لامل شي."

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر دغه هېواد د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته، افغانستان په تېرو ۱۸ میاشتو کې د خونړیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهد و. د داعش خراسان څانګې د کابل په ګډون د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی چې په ترڅ کې یې په جوماتونو، ښوونځیو، هوټلونو او نورو عامه تاسیساتو کې په سلګونو ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کوونکي جان کربي د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالات په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په ضد د طالبانو د جګړې په اړه قانع دي یا نه، وویل، دا هغه پوښتنه ده چې طالبان باید ځواب ورکړي.

هغه وویل: "هغوی [طالبان] په افغانستان کې د داعش تر دوامداره ګواښ لاندې دي. دا چې څنګه او کله د داعش پر ضد عملیات ترسره کړي او څنګه تعقیب کړي، باید هغوی [طالبان] په دې اړه خبرې وکړي."

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان (CSTO) د ګډو ځواکونو د لوی درستیز ډګر جنرال اناتولي سیدوروف په وینا، په منځنۍ اسیا کې د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ د هغو سخت دریځو ډلو له خوا دی چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده. هغه زیاته کړه، اسلامي دولت او القاعده تر ټولو خطرناک دي.

د هغه په وینا "د دې ترڅنګ، د قومي او مذهبي لږکیو د ځورولو پالیسي چې د طالبانو د مشرتابه لخوا پلي کیږي او همدارنګه د طالبانو د تحریک ترمنځ د یووالي نشتوالی او مخ په زیاتیدونکي نفاق، د اقتصادي وضعیت خرابیدل او بشري ستونزې، په سیمه کې د وضعیت په بې ثباته کولو کې مرسته کوي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د نشه یي توکو بې کنټروله قاچاق او د وسلو غیرقانوني تجارت د پورتنیو عواملو سره په ګډه په افغانستان کې بیا د کورنۍ جګړې خطر زیاتوي.

بلخوا د امریکا د ملي استخباراتو د ترهګرۍ ضد مرکز مشرې کریسټین ابې زید د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې کانګرس د استازو جرګې د داخلي امنیت کمېټې ته ویلي وو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او افراطیت اوس هم لویدیځ ته ګواښ دی.

اغلې ابی زید وویل، داسې ښکاري چې د داعش خراسان څانګه به له افغانستان څخه بهر خپل فعالیتونه پراخ کړي: "هغه ګواښ چې ماته د افغانستان په اړه تر ټولو ډېر اندېښمن دی، د داعش خراسان څانګه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو راهیسې یې خپله وړتیا ښودلې او زه له افغانستان څخه بهر د هغوی د بریدونو په پراخېدو اندېښمنه یم، نو دا زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.»