د اسرائیل پوځ: د غزې اوسیدونکي باید د وتلو په بهیر کې 'ځنډ' ونکړي

غزه

د اسرائیل پوځ له سختو نړیوالو نیوکو سره سره د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴ (تلې ۲۲) خبرداری ورکړ، چې د غزې ښار اوسیدونکي باید له پلان شوي ځمکني برید څخه دمخه سمدستي له سیمې ووځي.

اسرائیل د غزې د شمالي سیمو د څه دپاسه یو میلیون اوسیدونکو لپاره د محاصرې شوې سیمې څخه جنوب ته د تګ لپاره دوه خوندي لارې ټاکلي دي. دا پداسې حال کې دي چې د غزې په شمالي برخه کې یو ځل بیا د لارو بندښت د ګڼې ګوڼې لامل شوی دی.

د اسرائیل د پوځ ویاند ریچارډ هچټ د شنبې په ورځ وویل، چې د سیمه ییز وخت د سهار له لسو بجو او د غرمې وروسته تر څلورو بجو پورې، د سړکونو په اوږدو کې خوندي لاره شته چې د غزې ساحل او د فلسطیني تنګې سیمې مرکزي برخه، چې نږدې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري په کې شامل دي.

د غزې په زرګونو اوسیدونکو د شنبې په ورځ یو ځل بیا د غزې له شمال څخه چې د اسرائیل د هوايي او توپچي بریدونو هدف دی، د بسونو، موټرو او حتی د کراچیو په واسطه د غزې جنوب ته د تیښتې هڅه وکړه.

د اسرائیل د پوځ ویاند هچټ له خبریالانو سره په خبرو کې دا ونه ویل چې لاره به د څومره وخت لپاره د غزې اوسیدونکو ته خلاصه وي، خو ویې ویل: "موږ پوهیږو چې [د وتلو بهیر] به وخت ونیسي، خو خلکو ته مشوره ورکوو چې ځنډ ونه کړي."

د اسرائیل د پوځ د دغه ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې له اسرائیل څخه غوښتي، چې پر غزې خپل یرغلیز بریدونه دې وځنډوي، څو ملکي وګړي له سیمې د وتلو وخت ولري.

اسرائیلي مقاماتو ویلي دي چې د دوی برید به د غزې پر ښار متمرکز وي، ځکه چې د حماس ډلې د مشرتابه مرکز په همدې سیمه کې موقعیت لري، کومې ډلې چې د تېرې شنبې په ورځ پر اسرائیل باندې ناڅاپي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۳۰۰ اسرائیلیان ووژل شول.

د غزې چارواکو هم ویلي، چې په تېرو اوو ورځو کې پر غزې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې په ولکه کې دی ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په سیمه کې ۳۲۴ تنه وژل شوي دي.