د اسرائیل پوځ: په سوریه کې د حماس د وسلو په زیرمو مو بریدونه وکړل

د ګولان لوړې چې د اسرائیل له خوا اشغال شوي

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ فبرورۍ اتمه (سلواغې ۲۰) وویل چې د پوځ هوایي بریدونو د سوریې په جنوب کې د وسلو هغه ډیپو په نښه کړې چې د حماس ډلې وسله والو ترې استفاده کوله.

د اسرائیل پوځ د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې: "د اسرائیل جنګی الوتکو د سوریې په جنوب دیر علی سیمه کې د حماس د ترهګرې ډلې د وسلو په یوه ګودام حمله وکړه. د حماس په ګډون فلسطیني تروریستي سازمانونه د ایران د رژیم په لارښوونه د سوریې له خاورې څخه کار اخلي."

په اعلامیه کې همدا راز راغلي: "د اسرائیل پوځ به د حماس پر تروریستي سازمان باندې په هر ځای کې چې وغواړي مستقر شي، بریدونو ته دوام ورکړي او د دې تروریستي سازمانونو د هڅو پر وړاندې به عمل وکړي چې د خپأو مرکزونو د جوړولو او پیاوړي کولو هڅه کوي."

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې له کورنۍ جګړې وروسته اسرائیل په سوریه کې په سلګونو هوايي بریدونه کړي دي. دغو بریدونو تر ډېره په ایران پورې اړوندې ډلې په نښه کړې دي.

خو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د اسلامپالو یاغیانو له بریدونو وروسته چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد رژیم یې نسکور کړ، اسرائیل د سوریې پر پوځي تاسیساتو سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

اسرائیل ویلي دي چې د دغو بریدونو موخه دا وه چې دغه تاسیسات د دښمن لاس ته ورنشي.

سربیره پردې، اسرائیلي ځواکونه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې حایلې سیمې ته ننوتي چې د ګولان په لوړو کې اسرائیلي او سوري ځواکونه سره جلا کوي.

د سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د رژیم تر نسکورېدو او د مخالف وسله وال ایتلاف لخوا د پلازمېنې دمشق تر نیولو وروسته، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو ځواکونو ته امر وکړ، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د ګولان حایله سیمه کې ځای پر ځای شي. اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې د ګولان لوړې له سوریې څخه ونیولې او هغه یې له خپلې خاورې سره وصل کړې.

د نتنیاهو دفتر ویلي: "اسرائیل به جهادي ډلو ته اجازه ور نه کړي چې دا تشه ډکه کړي او د ګولان له غونډیو څخه اسرائيلي ټولنې د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په څیر وګواښي."

ملګرو ملتونو د اسرائیل دغه اقدام د ۱۹۷۴ کال د تړون څخه "سرغړونه" بللی او د فرانسې، ایران، روسیې، ترکیې او سعودي عربستان لخوا هم پرې نیوکې شوې دي. خو متحده ایالاتو ویلي، چې په مؤقته توګه د ځواکونو استول مهم دی.

همدارنګه په ۱۹۷۳ کال کې د اعرابو او اسرائیل جګړې پر مهال د سوریې هڅې د ګولان غونډیو د بیا نیولو لپاره ناکامې شوې. اسرائیل په ۱۹۸۱ کال کې دغه غونډۍ د خپل خاورې برخه وګرځولې.