پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته تللی چې د غزې په هکله د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په پلان باندې وغږیږي، اسرائیل دوشنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۹) د غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو او د دې تړانګې اخیستو پلان سره ژمنتیا څرګنده کړله.
په واشنګټن کې د سعودي سفارت وویل چې روبیو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان سره کتلي دي.
ددغو مشرانو خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه وړاندیز تمرکز لري چې غواړي د غزې ۲.۳ میلیون وګړي په دایمي توګه ګاونډیو هېوادونو ته له لیږدولو وروسته، د غزې واک ترلاسه کړي او اباده یې کړي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د "متفاوتې غزې" جوړولو په نامه د ټرمپ پلان سره تعهد څرګند کړ او دا ژمنه یې هم وکړه چې د غزې په تړانګې کې د جګړې پای ته رسیدلو وروسته به پدې سیمې کې نه یوازې حماس بلکې د فلسطین اداره هم پکې نقش ونلري.
سره لدې چې متحده ایالاتو ویلي د غزې په باره کې د عربي هیوادونو وړاندیزونو ته سترګې په لار دي خو د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د اوس لپاره یوازې د جمهور رئیس ټرمپ پلان موجود دی.
د سعودي عربستان یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې د همدې روانې اوونۍ په پای کې یوه غونډه جوړه شي چې د سیمې هیوادونه به پکې برخه ولري او د جمهور رئیس ټرمپ د پلان په بدیل به وغږیږي.
ټاکل شوې چې د جمعې ورځې دې غونډې کې به د سعودي عربستان ، عربي متحده اماراتو، بحرین، عمان، قطر او مصر استازي برخه ولري.
اسرائیل داسې مهال د غزې په هکله د ټرمپ پلان سره ژمنتیا څرګنده کړې چې په مصر کې د دوشنبې په ورځ د دوه دولتونو جوړیدو حل لارې د تطبیق لپاره د نړیوال ائتلاف غونډه جوړه کړې وه چې تیر کال یې لومړۍ غونډه په سعودي عربستان کې کړې وه.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ددې غونډې څخه وروسته په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا د دوه بیلو دولتونو – اسرائیل او فلسطین - حل لارې په تطبیق ټینګار کړی چې په وینا یې نه یوازې د جګړې پای ته رسیدو بلکې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړیدو ته شرایط برابروي.
په عین حال کې د اسرائیل ددفاع وزیر، اسرائیل کاتز د دوشنبې په ورځ وویل چې پخپلې خوښه د غزې د خلکو بل ځای ته لیږدولو لپاره به یوه ځانګړې اداره جوړه کړي.
کارپوهانو خبردای ورکړی چې د غزې څخه په جبري توګه د خلکو ایستل د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.
حماس چې د امریکا لخوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل دی، د شنبې په ورځ د اسرائیل له زندانونو څخه د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې درې اسرائیلي یرغمل ازاد کړل.
د حماس د اورپکو د اکتوبر اوومې په برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. په لسګونو یرغمل لاتراوسه د حماس په قید کې پاتې دي.
ددغه برید وروسته په غزه کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۴۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیل ادعا کړې چې په دې کې ۱۷۰۰۰ ورانکاري شامل دي.
د اسرائیل د مالیې وزیر، بیزالیل سموتریچ چې سخت دریځی دی د دوشنبې په ورځ یې ویلي چې د ټرمپ پلان په هکله به د وزیرانو رایه ګیري وغواړي او د حماس ډلې ته باید مهلت ورکړل شي چې په سمدستي توګه ټول برمته شوي کسان خوشې کړي، غزه پرېږدي او نورو هیوادونو ته ولاړ شي او وسلې په ځمکه کښیږدي.