حزب‌الله د اسرائیل په برید کې د خپل مشر حسن نصرالله وژل تائید کړ 

حسن نصرالله په ۱۳۶۱ کال کې د لبنان له یو شمېر روحاني مشرانو سره په ګډه د حز‌ب الله ګوند جوړ کړ او څه موده یې د دغه ګوند د اجرايي مسول په توګه دنده درلوده.

د ایران له ملاتړ څخه برخمنه د لبنان د حزب‌الله ډلې د اسرائيل په هوايي برید کې د خپل مشر حسن نصرالله وژل کېدل تائيد کړي‌ دي.

دغې ډلې د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه)‌ په یوې اعلامیه کې وویل: "د حزب‌الله مشر، سید حسن نصرالله چې شاوخوا ۳۰ کاله یې ددې ډلې مشري کوله، له خپلو لویو او تلپاتې شهیدانو ملګرو سره یوځای شوی دی."

په ورته وخت کې د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې تېره شپه د لبنان د پایتخت په جنوبي څنډه کې د حز‌ب‌الله پر مرکزي دفتر باندې هوايي برید کې د دغې ډلې مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.

د اسرائيل پوځ په یوې اعلامیه کې وویل چې په دغه هوايي برید کې د حزب‌الله د جنوبي جبهې قومندان علي کرکي او یو شمېر نور قوماندانان هم وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د اسرائيل هوايي ځواکونو د بیروت په ضاحیه سیمه کې د حزب‌الله په مرکزي دفتر کې د دغې ډلې د مشرانو د حضور په اړه د کره اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته برید کړی دی.

له دې وړاندې حزب‌الله ته یوې نېږدې سرچینې ویلي و چې له حسن نصرالله سره اړیکې پرې شوې دي.

دغې سرچینې چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي وویل:‌ "د جمعې له مازدیګر راهیسې له سید حسن نصرالله سره اړیکې پرې شوې دي." خو هغه د نصرالله وژل کېدل تائید نکړل.

نصرالله په ۱۳۶۱ کال کې د لبنان له یو شمېر روحاني مشرانو سره په ګډه د حز‌ب الله ګوند جوړ کړ او څه موده یې د دغه ګوند د اجرايي مسول په توګه دنده درلوده. په ۱۳۷۱ کال کې د حزب‌الله د پخواني مشر عباس موسوي له وژل کېدو وروسته نصرالله د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۱ پورې نصرالله د لږ تر لږه څلورو بریدونو څخه ژوندی ووت او له هغې وروسته د نوموړي د ساتنې لپاره ۱۵۰ وسله‌وال کسان وګومارل شول. نصرالله په وروستیو څه باندې لسو کلونو کې پټ و او په عمومي ځایونو کې یې له راڅرګندېدو ډډه کوله او د ویډیو له لارې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله.

د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د جمعې د ورځې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي او ۹۱ نور ټپیان دي.

اسرائیلي سرچینو ویلي چې پر لبنان له هوايي برید څخه څو شیبې وړاندې یې متحده ایالاتو ته اطلاع ورکړې وه خو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وویل چې په دې اړه متحده ایالاتو ته له وړاندې خبر نه دی ورکړل شوی او په بیروت کې یې د اسرائيلو په عملیاتو کې ګډون نه درلود.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د جمعې په ورځ د رسنیو له استازو سره په خبرو کې پر بیروت د اسرائیل د هوايي برید په اړه بې‌خبري وښودله او خبریالانو ته یې وویل: "موږ د اطلاعاتو د راټولولو په حال کې یو. "

د اسرائيل د پوځ ویاند دانیل هاګر وویل پر هېواد یې د حزب‌الله د توغندیو او ډرون له بریدونو کابو یو کال وروسته "اسرائیل هغه کار کوي چې په نړۍ کې هر خپلواک هېواد به یې ترسره کړي. "

پر لبنان د اسرائیل د بریدونو لومړۍ څپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له وینا یو ساعت وروسته پیل شوه.

نتنیاهو په خپلې وینا کې وویل چې اسرائيل له ترهګرو او په ایران کې د هغوی له ملاتړو سره په مبارزه کې "برلاسی" دی.

هغه وویل: "زه د تهران مستبدانو ته یو پیغام لرم،‌ که پر موږ برید وکړئ، پر تاسو برید کوو. په ایران کې هېڅ داسې ځای نشته چې د اسرائيل اوږد لاس ورته ونشي رسېدلی او دا د ټول منځني ختیځ په اړه صدق کوي. "

په لبنان کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه د حزب‌الله ډلې پر مرکزونو باندې د اسرائيل د بریدونو له پیل څخه تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي دي او په ځواب کې یې حزب‌الله پر اسرائيل د توغندیو بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې د حماس ډلې له متحدینو څخه دی د تېر کال له اکتوبر راهیسې د لبنان پر پوله له اسرائيلي ځواکونو سره په جنګ کې دی او په دواړو خواو کې لسګونه زره کسان له خپلو سیمو څخه وتلو ته اړ شوي دي.