اسرائیل وايي غزه کې یې تر ټولو خونړۍ ورځ کې ۲۴ سرتیري وژل شوي

اسرائیل وايي، په غزه کې یې د ځمکنیو عملیاتو پر مهال په یوه ورځ ۲۴ سرتیري وژل شوي.

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغې درېیمه) وویل، په غزه کې یې د ځمکنیو عملیاتو د پیل راهیسې ترټولو مرګونې ورځ تېره کړې او ۲۴ سرتیري یې وژل شوي دي.

د پوځ ویاند دانیال هجري وویل، دا سرتیري د دوشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې د دوو ودانیو د چولو پر مهال یې پر ټانک باندې د راکټ مرمۍ ولګېده.

په غزه کې جګړې په داسې حال کې زور اخیستی چې د اسرائیل پر حکومت فشار مخ په زیاتېدو دی چې د جګړې د ختمولو دپاره د حل لار ومومي.

ټاکل شوې د امریکا یو پلاوی سیمې ته ولاړ شي. د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس، په خبرو کې له حماس سره د برمته اسرائیلیانو د خوشې کولو دپاره د اسرائیل یو وړاندیز شامل دی چې ښايي جګړه د دوو میاشتو دپاره وځنډول شي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) ویلي، د غزې د جنوبي ښار خان یونس په شاوخوا کې ځمکني عملیات، جګړې او بریدونه زیات شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي، د دوی ځواکونو په ښار کې د حماس د قوماندې پر مرکزونو چاپې وهلي او ددغو مرکزونو کنترول یې ترلاسه کړی دی.

د فلسطین سرې میاشتې ویلي چې په خان یونس کې د دوی د مرکزي دفتر ودانۍ د اسرائیلي ځواکونو "د بې پیلوټه الوتکو او توپ په ډزو لګېدلې او یو شمېر هغه داخلي بې ځایه شوي کسان ټپیان شوي چې په دغه ودانۍ کې یې پناه اخیستې وه."

د ملګرو ملتونو ادارو او مرستندویه ډلو په غزه کې د ناروغۍ او قحطۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی، چیرې چې اټکل کیږي ۱.۷میلیون خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

اسرائیل په غزه کې د حماس د اورپکو پر وړاندې پراخ عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ. په دغه برید کې د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ زیاته ملکي وګړي ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې، د حماس د روغتیا وزارت په وینا، تراوسه له ۲۵ زره زیات کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.