جمعیت ګوند: په سیاسي تړون کې شریک نه یو او حکومت مشروعیت نلري

عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمعیت ګوند کاندید و

په افغانستان کې د جمعیت اسلامي ګوند د ولسمشر غني او پخواني اجرایي رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ تازه لاسلیک شوی تړون د "خلکو رایو ته" سپکاوی بللی دی.

ښاغلي عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د همدغه ګوند کاندید و. ښاغلیو غني او عبدالله د یکشنبې په ورځ مۍ۱۷ (غويي۲۸) یو سیاسي تړون لاسلیک کړ.

د تړون مهمه برخه دا ده چې عبدالله عبدالله به د ملي مصالحې د شورا مشر وي ‌چې د سولې بهیر مخ ته یوسي، په کابینه کې به ۵۰سلنه برخه لري او جنرال عبدالرشید دوستم ته به د مارشالۍ رتبه ورکول کیږي.

خو، د جمعیت ګوند دا تړون غیر مشروع بللی دی او ویلي دي‌: "جمعیت اسلامي په دې اړه له اول سره خپل دریځ روښانه کړی و چې د دغو ټاکنو په پایله کې هر ډول رامځ ته کېدونکی حکومت، مشروعیت او قانوني‌اعتبار نلري."

د دغه ګوند په اعلامیه کې چې د ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په خپل رسمي فیسبوک کې خپره کړې ده، همدغه راز راغلي: "...د ښاغلي عبدالله عبدالله او ښاغلي محمد اشرف غني‌ترمنځ په اوسني تړون کې د انتخاباتو تقلبي پایلو ته مشروعیت ورکړل شوی، د خلکو رایو او اراده له پامه غورځول شوې او ملي باور او اعتماد ته جدي زیان رسول شوی دی..."

د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله ننګه وکړه خو د همدغه ګوند اجرايي رئیس عطامحمد نور بیا د ولسمشر غني تر څنګ ودرېده.

په تېرو انتخاباتو کې د جمعیت د کاندید عبدلله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له هغه وروسته سیاسي لانجې پیل شوې چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ښاغلی غني ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ.

له څو میاشتو لانجو او شخړو وروسته دوی تېره ورځ سیاسي‌تړون لاسلیک کړ چې امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او ډېرو نورو یې هرکلی وکړ .