جاپان په شدت خپل پوځي ځواک پیاوړی کوي 

د جاپان او امریکا هوایي ځواک

جاپان غواړي خپل پوځي ځواک "په شدت" بیاوړی کړي، ځکه ددې هیواد مقامات اندیښمن دي چې پر اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل کیدای شي د اسیا په ختیځ کې د بې ثباتۍ پیلامه وګرځي.

د جاپان د اقتصادي پالیسۍ د طرحې په اساس چې کاپي یې د رویترز خبري اژانس ترلاسه کړې جاپان پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته هوډ کړی چې خپل پوځي ځواک پیاوړی کړي.

تر دې دمخه د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا، د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سره د لیدنې په وخت ژمنه وکړه چې د خپل هیواد دفاعي بودجه به د «پام وړ کچې» ته زیاته کړي.

د جاپان دغه اقتصادي وړاندیز یوه اوږدمهاله عمومي اقتصادي طرحه ده چې چې هر کال پرې بیاځلي غور کیږي، خو د هغې د لګښت په اړه جزییات نه وړاندې کوي.

پدغه طرحه کې د لومړي ځل لپاره راغلي دي چې: "په زور د موجود وضعیت د بدلولو لپاره د اسیا په ختیځ کې یو اړخیزې هڅې شوي چې د سیمې امنیت مخ په زیاتیدونکې توګه ستونزمن کوي."

په دغه طرحه کې په سیمه کې د کوم ځانګړي امنیتي ګواښ ذکر ندی شوی، خو د جاپان پوځي طراحانو په وار وار د چین په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده؛ هغه هیواد چې جاپان له اوږدې مودې راهیسې ورسره ارضي شخړه لري. جاپان د شمالي کوریا د بالستیک میزایلو د ازمایلو په اړه په وار وار اندیښنه څرګنده کړې ده.

د جاپان په اقتصادي طرحه کې راغلي چې "مونږ به دفاعي توان په زغرده غښتلی کړو چې زمونږ د ملي امنیت د ساتلو لپاره به وروستی تضمین وي."

پدې ترڅ کې د جاپان پخواني صدراعظم شینزو آبی، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هیواد د دفاعي مقاماتو څخه وغوښتل چې نژدې ۶۰ میلیارد امریکایي ډالر په پوځي بودجې ولګوي.

د جاپان د نبپون تلویزیوني شبکې رپوټ ورکړی چې د جاپان د پوځي لګښتونو د زیاتولو طرحه پداسې حال کې تر لاس لاندې نیول شوې چې چین خپل پوځي لګښتونه زیات کړي او په عین وخت کې د شمالي کوریا له خوا د منځ مهاله واټن ویشتونکو میزایلو ازمیښت د توکیو د مقاماتو د اندیښنې سبب شوي دي.