جان بولټن: ټرمپ بدخویه او خطرناک دی

جان بولټن د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار و

د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ملي‌ امنیت د شورا پخواني سلاکار جان بولټن د ولسمشر ټرمپ په اړه د خپلو خبرو کلکه ننګه کړې او ټر​مپ یې «خطرناک»بللی دی.

ښاغلي بولټن په دې وروستیو کې یو کتاب چاپ کړ او په کې یې د ټرمپ په اداره کې د خپلو شاوخوا ۱۸ میاشتو د تجربو او ځینو نورو هغو مسایلو او پېښو په اړه معلومات خپاره کړل چې د مطبوعاتو او خلکو له سترګو پناه وو.

د بولټن د کتاب نوم «هغه خونه چې دا هرڅه په کې پېښ شول» دی.

نوموړي د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ولسمشر ټرمپ «بدخویه» شخص یاد کړ او ویې ویل: "زما په باور هغه چې څه ډول پرېکړې کوي، خطرناکه دي."

ولسمشر ټرمپ‌ بیا د بولټن دا کتاب د "درواغو یوه ټولګه"بللې ده.

د ښاغلي بولټن د کتاب خپرولو په امریکا کې ناندرۍ او بحثونه پارولې دي.

په کتاب کې د امریکا د بهرنیو تګلارو په اړه د ولسمشر ټرمپ په ځینو پرېکړو هم کلکې نیوکې شوي دي او هغه ناکامې بلل شوي دي.

ښاغلي بولټن د امریکا د سیاسي غلیمانو ایران او شمالي کوریا سره د ولسمشر ټرمپ په چال چلند هم انتقاد وکړ.

هغه وویل: "ټرمپ‌ دوامداره هلې ځلې کوي چې د ایران (د مذهبي مشر) ایت الله سره خبرو ته کیني،‌ هاغسې چې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خبرو ته کیناست. "

ښاغلی بولټن وايي د هغو "ځوروونکو"خبرو اترو شاهد و چې ولسمشر ټرمپ په کې د چین له ولسمشر څخه وغوښتل چې د هغه په بیا ولسمشر کېدو کې مرسته وکړي.

وايي ولسشمر ټرمپ‌ خپل چینايي سیال ته وویل د امریکا تولیدات دې وپېري چې د هغه د ګټې چانس زیات شي. همدغه راز د ښاغلي بولټن په خبره ولسمشر ټرمپ د اویغور مسلمانانو لپاره د کمپونو د جوړولو په اړه د چین د پرېکړې ننګه وکړه او اجازه یې ورکړه چې دا کمپونه جوړ شي.

نوموړي همدغه راز د اوکراین ناندریزه مسئله هم یاده کړه او وویل چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه غوښتي وو چې د خپل سیاسي سیال جوبایډن په اړه معلومات ړنګ او ورک کړي.

امریکایي سیاستوالو د ولسمشر ټرمپ دا کار د بهرنۍ تګلارې او قانون خلاف بللی او خبره د هغه تر استیضاح پورې ورسېدله.

جان بولټن د ۲۰۱۹ د سپتمبر په میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

ولسشمر ټرمپ‌ همدغه راز بولټن تورن کړی دی چې د کتاب په خپرولو سره یې قانون مات او پټ او محرم معلومات یې خپاره کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ښاغلی بولټن «خاین» بللی دی او ویلي یې دي‌ چې نیم حقیقتونه او غلط معلومات یې خپاره کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ‌ د مخالفتونو سره سره محکمې جان بولټن ته د هغه د کتاب د خپرولو اجازه ورکړه خو دا خبره یې هم وکړه چې په کتاب کې یو اړخیز معلومات او چال چلند د امریکا د ملي‌ امنیت په اړه اندېښنې پیدا کړي دي.