نتنیاهو په اردن کې د پاچا عبدالله سره وکتل 

عکس: ارشیف - د اردن پاچا عبدالله او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اردن پاچا عبدالله دوهم د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) په عمان کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو کوربه و. دا لیدنه کتنه د دواړو مشرانو ترمنځ د کلونو کړکیچنو اړیکو وروسته یوه نادره غونډه وکړه.

د اردن شاهي ماڼۍ وویل چې دوی د بیت المقدس د الاقصی جومات په وضعیت او "[د الاقصی] د تاریخي او قانوني وضعیت ته د درناوي پر اهمیت" خبرې وکړې.

نتنیاهو، چې مخکې یې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د د اسرائیل د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، تیره میاشت د یو ایتلاف په مشرۍ بیا واک ته راستون شو چې په کې د ښي اړخه او سخت دریځه ارتودوکس یهودي ګوندونه شامل دي.

د اسرائیل د ملي امنیت نوي ټاکل شوي وزیر، ایتامار بین-ګویر، د جنوري په درېیمه د بیت المقدس د حساس او سپیڅلې ساحې چې د اردن لخوا اداره کیږي، لیدنه وکړه، چې د نړیوالې غندنې څپې یې راوپارولې.

د نتنیاهو دفتر وویل چې د اسرائیل مشر د اردن له پاچا سره د "سیمه ییزو مسلو" او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او "په ستراتیژیکو، امنیتي او اقتصادي همکاریو یې ټینګار وکړ".

وروستی ځل دغو دواړو مشرانو په ۲۰۱۸ کال کې په اردن کې سره لیدلي وو.

عمان ته د سه شنبې د ورځې سفر واک ته د رسیدو وروسته بهر ته د ښاغلي نتانیاهو لومړی رسمي سفر دی.

د اسرائیل یو چارواکي وویل، له لومړي وزیر سره د ستراتیژیکو چارو وزیر رون ډیمر او د کورني امنیت د شین بیټ ادارې مشر رونن بار او همدارنګه د ملي امنیت سلاکار تزاچي هانیګبی او د نتنیاهو د پوځي سکرتر ایوی ګیل مل وو.

اردن په ۱۹۹۴ کال کې له مصر وروسته دویم عرب هېواد و چې ګاونډی هیواد اسرائیل یې په رسمیت وپیژاند او ورسره یې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د اردن پاچا عبدالله دوهم، په وار وار له اسرائیل سره اړیکې د "سړه سوله" ګڼلي او د ۲۰۱۹ په وروستیو کې یې ویلي وو چې د اسرائیل او اردن اړیکې "د بل هر وخت په پرتله په ټیټّ کجه کې" دي.

د اسرائیل د دفاع پخواني وزیر بیني ګانټز د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې له عبدالله سره په عمان کې پداسې حال کې وکتل چې له هغه یوه میاشت مخکې د اسرائیل پخواني صدراعظم نفتالي بینیټ د اړیکو د ترمیمولو په نیت اردن ته سفر کړی و.

د ۲۰۲۱ په نومبر کې، کله چې نتنیاهو د حکومت په اپوزیسیون کې و، اسرائیل او اردن د لمریزې بریښنا او اوبو د یوې ګډې پروژې په اړه په اصولو کې موافقه وکړه.

تیر کال په مصر کې د ملګرو ملتونو د اقلیم په غونډه کې، دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د اردن ککړ سیند پاک کړي، د اوبو یوه اړینه لار چې ددې دواړو هیوادونو د ګډ سرحد په اووږدو کې بهیږي.

د اردن د شاهي ماڼۍ د بیان له مخې، پاچا له نتنیاهو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې "د سولې پروسې لپاره د یو سیاسي افق د رامنځته کولو په خاطر د سولې ټینګښت او د تاوتریخوالي د ټولو کړنو د بندولو اړتیا ده".

پاچا عبدالله د "هر هغه اقدام د پای ته رسولو غوښتنه وکړه چې کولی شي د سولې امکانات زیانمن کړي" او "د فلسطین سره د اسرائیل د شخړې د پای ته رسیدو لپاره یې د دوه دولتونو د حل لارې څخه د ملاتړ لپاره د اردن په ثابت دریځ بیا ټینګار وکړ."

په عمان کې د اردن د بهرنیو چارو وزارت په روانه میاشت کې دوه ځله د اسرائیل سفیر احضار کړ، یو ځل د سخت دریځې وزیر بن ګویر [الاقصی] د لیدنې په اړه د اعتراض لپاره او بل ځل وروسته له هغه چې اسرائیلي پولیسو ساحې ته د اردن د سفیر د ننوتلو مخه ونیوله.

الاقصی جومات د اسلام دریم سپیڅلی ځای او د یهودانو لپاره ترټولو سپیڅلی مکان دی، چې د ودانۍ ساحه یې د «معبد غره» په نوم یادیږي.