د کابل ښار شیرشاه سوري جومات کې چاودنه شوې

عکس (ارشیف)

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه چاودنه نن جمعه جون۱۲ (غبرګولې۲۳) د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.

ښاغلي ارین ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په چاودنه کې د یاد جومات د ملا امام مولوي عزیز الله مفلح په ګډون درې لمونځ کوونکي وژل شوي او ۸ نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې چاودېدونکي موادو په جومات کې ځای پر ځای شوي وو چې د لمانځه پرمهال یې چاودنه کړې ده.

د شیر شاه سوري جومات د کابل ښار په «کارته چهار» سیمه کې موقعیت لري چې د جمعې لمانځه په ګډون هر وخت پکې ګڼې فاتحې هم نیول کیږي.

مولوي عزیز الله مفلح

دغه جومات په کابل ښار کې له مشهورو جوماتونو څخه دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا روانه میاشت په کابل ښار کې په جومات کې د لمانځه پرمهال دوهمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

د روانې میاشتې پر ۱۴مه د کابل ښار لسمه امنیتي حوزې په وزیر محمد اکبر خان جومات کې د ماښام تر لمانځه وروسته چاودنه کې د دغه جومات پیژندل شوی امام محمد ایاز نیازی او یو لمونځ کوونکی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

پر وزیر محمد اکبر خان جومات د برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی و.