سړو سیمو ته د پولیو واکسین رسولو چارې پیل شوي- چارواکي

ټاکل شوې ده چې جنوبي ولایتونو کې ټول یو اعشاریه پنځه میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین تطبیق شي.

روغتیايي مسؤولین وایي چې د هوا په تغییر سره یې د جنوبي ولایتونو د هېواد ټولو سړو سیمو ته د واکسین رسولو نوې هڅې پيل کړي.

په جنوب کې د کندهار په شمول د ارزګان او زابل ګڼې داسې سیمې شته چې د ژمي په موسم کې یې اکمالاتي‌ لارې د واورو او اورښتونو له کبله تړل کیږي.‌

د کندهار ولایت غورک، میانشین، او د شاه ولیکوټ ولسوالۍ سړې سمې بلل کیږي او دغه راز زابل او ارزګان ولایتونه په بشپړه توګه سوړ ژمی لري چې زیاتو برخو ته یې غځيدلې لارې هم خامه دي.

د پولیو پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه وایي چې په همدې وجه یې له اوس څخه تیاری نیولی تر څو هر ماشوم ته پر وخت د پولیو ضد واکسین ورسوي.

دی زیاتوي چې له ټولو ممکنه لارو څخه په ګټه اخیستنې هڅه روانه ده چې ټولو هغو سړو سیمو ته پر وخت د پولیو ضد واکسین ورسوي چې وروسته د یخني له کبله تګ راتګ ورته ستونزمن کیږي.

نوموړي وویل:"د پولیو پروګرام کمپاینونه په ټولو سیمو کې اړوند شرایطو او امکاناتو ته په کتو سره ترسره کیږي، د ژمي په موسم کې هم دغه کمپاینونه په اړوند سیمو کې او مناسبو شرایطو سره په کتو ترسره کیږي چې زموږ کوښښ دادی چې هر هغه ماشوم چې عمر یې د پنځو کالو څخه کم وي هغې ته واکسین ورسوو."

په جنوبي ولایتونو کې به ټول یو اعشاریه پنځه میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق شي، چې نیمايي نفوس یې د سړو سیمو اوسیدونکي ماشومان دي.

دا مهال تر بل هر وخت زیات د خوار ځواکۍ په ناروغي اخته ماشومان د جنوب روغتیايي مرکزونو ته را وړل کیږي، تشویش دا دی چې ژر د ګوزڼ ویروس ښکار کیدلی شي.

د ناروغو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي چې مخکې یې د ژوند د بوختیاوو له امله د خپلو ماشومانو وقایې ته سمه پاملرنه نده کړې.

د ارزګان اوسیدونکی، خان محمد د خپل ماشوم په هکله امریکا غږ ته وویل: "د نس پړسوب لري او خوارځواکیدی، نور هیڅ مشکل نلري خو کوم خواړه چې وخوري هغه پرې بد لګیږی. د ارزګان ټول ډاکټران مې په غوښتي خوهغوی یې هم تشخيص ندې کړی نو مجبور شوم د ارزګان شفاخانې ته راغلم."

ډاکټران وایي چې که څه هم په سړه هوا کې د تودې هوا په پرتله د پولیو ناروغي ویروس پیاوړی نه وي، خو دا تر ټولو ښه فرصت ګڼي چې کورنۍ په روغتیايي مرکزونو کې د نورو ناروغیو د واکسینونو تر څنګ د پولیو واکسین هم خپلو ماشومانو ته عملي کړي.

دوی ټینګار کوي چې د ماشومانو پولیو ناروغي درملنه نلري او مخنیوی یې یوازې د واکسین په وسیله ترسره کیدای شي.