کرزي د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړیتوب ونه مانه

حامد کرزی وايي د سولې په اړه به خپلې هلې ځلې روانې ساتي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په هیڅ دولتي تشکیل کې به برخه وانخلي.

د حامد کرزي له دفتر څخه نن یکشنبه اګست۳۰(وږې) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د هیواد د یو وګړي په توګه به د سولې برخه کې خپل هڅې جاري وساتي،خو زیاتوي چې په هیڅ دولتي تشکیل کې به برخه وانخلي.

په اعلامیه کې راغلي: "پخوانی جمهور رئیس به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي."

ښاغلی کرزی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره شپه د ولسمشر غني لخوا د نوموړي نوم د ملي مصالحې عالي شورا د غړو په لست کې اعلان شو.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا په هیواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه هم لیږلي دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.

د ارګ لخوا په معرفي شویو کسانو کې مخکنی جمهور رئیس حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیت غړي شامل دي.

بلخوا د سولې عالي شورا پخواني رئیس محمد کریم خلیلي چې نوم یې د ملي مصالحې علي شورا د غړو په لست کې اعلان شوی په کابل کې د عاشورا ورځې په مناسبت مراسمو کې وویل که دا ځل د سولې فرصت له لاسه ولاړ شي افغانستان به بد وضعیت سره مخامخ شي.

هغه وویل چې د سولې عالي شورا د ریاست پر مهال یې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره څو ځله لیکونه تباله شول او د ملا سراجي په نوم یې یو طالب پلاوی د خبرو لپاره هلمند ولایت ته سفر وکړ، خو په وینا یې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت ورته ځواب ورنه کړ.

ارګ تر اوسه د کریم خلیلي د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

بلخوا د ولسمشر غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش په کابل کې د عاشورا ورځې په مناسبت مراسمو کې وویل چې تمه ده طالبان په رښتیني توګه خبرو ته حاضر شي تر څو په نژدې راتلونکې کې بین الافغاني خبرې پيل شي.