د قزاقستان په پارلماني انتخاباتو کې واکمن ګوند اکثریت څوکۍ ګټلي 

د قزاقستان د انتخاباتو کمیسیون د انتخاباتو نتیجې اعلان کړې

د قزاقستان د انتخاباتو کمیسیون د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري ۷) د مارچ د ۱۹ پارلماني انتخاباتو نتیجې اعلان کړې چې په کې ددې هیواد واکمن ګوند د پارلمان نژدې دوه په درېیمه برخه څوکۍ ګټلې دي.

د پخواني شوروي اتحاد پدې لوی هیواد کې د مارچ د ۱۹ نیټې ناڅاپي پارلماني انتخابات ددې هیواد د ولسمشر قاسم جومارت توکایف په غوښتنه پداسې حال کې ترسره شول چې هغه غواړي د تیر کال له خونړیو بلواو وروسته وضعیت بدل کاندي.

د دې ټاکنو لپاره یو نوی سیسټم معرفي شو، چې د پارلمان د استازو په مجلس کې د ۹۸ وکیلانو له جملې څخه ۶۹ استازي د متناسب استازیتوب له لارې او نور ۲۹ تنه ناپیلي نوماندان په نږدې دوو لسیزو کې په لومړي ځل په ازاده توګه ټاکل شوي دي.

د قزاقستان د ټاکنو کمیسیون په وینا د واکمن امانت ګوند استازو په مجلس کې ۶۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د قزاقستان په پارلمان کې به اوس شپږ ګوندونه استازیتوب ولري، پداسې حال کې چې په مخکني پارلمان کې دري ګوندونو استازیتوب درلود. خو اپوزیسیون ګوندونه له رایې ورکولو منع شوي وو.

د واکمن اکثریت ګوند تر څنګ به پنځه نور ګوندونه د څلورو څخه تر اتو پورې استازي ولري او اوه څوکۍ خپلواکو نوماندانو ترلاسه کړي. .

د رایې اچونې وروسته، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د قزاقستان په پارلماني ټاکنو کې د پرمختګ هرکلی وکړ، خو وویل چې نورو ډیموکراتیکو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یادونه کړې چې رایه اچونه "په ټولیز ډول په سمه توګه تنظیم شوې" وه، خو په وینا یې "د پام وړ بې نظمۍ لیدل شوي" دي.

د قزاقستان په څو سیمو کې د رایو د صندوقونو د ډکولو ادعاوی شوې چې ویډیوګانې یې د رایې ورکولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې چې د ټاکنو کمیسیون د دوشنبې په ورځ د هغه یو څو مثالونه تائید کړل.

دا هم ولولئ د قزاقستان ولسمشر د خپل هېواد ولسي جرګه ړنګه کړه

ولسمشر توکایف د تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د تیلو د بیو پر ضد د اعتراضونو له پیلیدو وروسته د "عصري کولو" د پلان د یوې برخې په توګه د مخکې له وخت انتخاباتو اعلان وکړ.

پدې هیواد کې د تیر کال مظاهرې وځپل شوې چې د رسمي شمېرو له مخې ۲۳۸ کسان په کې ووژل شول.