خلیلزاد: طالبانو ته مې ویلي چې د وسلې ایښودو وخت رارسېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو څخه یې په ټینګه د تاوتریخوالې بندولو غوښتنه کړې ده.

د افغان سولې اړه د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې تېره چهارشنبه په دوحه کې پیل شوې.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه د «غوايي پر ۱۳مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، طالبانو ته ویلي چې نور وسلې کښیږدي او د سولې بهیر ومني.

"د خبرو په پیل کې مو طالبانو ته ویلي چې، نور افغانان چې ستاسو وروڼه او خوندي دي، غواړي چې دغه جګړه ختمه شي او اوس د وسلې ایښودو، تاوتریخوالي کمېدو او د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو وخت رارسېدلی دی."

نوموړي ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه ډاډ، بین الافغاني خبرو، سرتاسري اوربند او د تاوتریخوالې پر کمېدو خبرې کېږي.

هغه، یو ځل بیا ټینګار کړی چې پر یادو مسایلو هوکړه مهمه ده.

خو طالبانو بیا د زلمي خلیلزاد د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې نوموړی دي له دوی څخه د وسلې ایښودلو فکر نه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:"د دا ډول خیالي غوښتنې پرځای دې امریکایان په دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي او نه دې هم د کابل ادارې لپاره له دې زیات ځاني او مالي تاوان پريکوي."

په دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ شپږم دور مذاکرات پر دا داسې مهال پیل شوي چې نن جمعه په کابل کې د افغان سولې په اړه د مشورتي لویه جرګه وروستۍ ورځ ده.

مشورتي لویه جرګه

دغه جرګه چې نن جمعه پای ته رسېږي سولې ته د رسېدو لپاره خپلې مشورې او نظرونه په یوه قطعنامه کې له ولسمشر غني سره شریکوي.

سولې ته د طالبانو هڅول، د ملي ارزښتونو ساتنه، طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د غړو ترکیب، سمدستي اوربند او د ګانډیو او نورو هغو هیوادونو په وړاندې د افغانستان دریځ د جرګې د ګډونوالو له اساسي غوښتنو څخه دي.