د سولې خبرو پیلېدو لپاره د پاتې مسائلو پر ژر هواري د خلیلزاد ټينګار

ښاغلي خلیلزاد له افغان چارواکو سره د ویدیو کنفرانس له لارې غږېدلی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره پاتې مسائل باید ژر تر ژره حل شي.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ جولای۳(چنګاښ۱۳) ویلي چې روانه اونۍ یې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې د ویډيويي کنفرانس له لارې د پاتې موضوعاتو پر ژر هوارېدو او سولې خبرو پيلېدو په اړه ټینګار کړی دی.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې اړه ځنډ د سولې بهیر د ګډوډونکو لپاره فرصت رامنځته کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد همدارنګه ویلي چې له افغان مشرانو سره یې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه هم خبرې کړي دی.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې اقتصادي ګټې د جګړې تر اقتصادي ګټو ډېرې دي.

هغه ویلي چې تلپاتې سوله په لږ لګښت او لږ خطر سره د د ډېرې پانکونې په معنا کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې:"موږ یو ګډ نظر لرو چې د سولې اقتصادي ګټې د جګړې له ګټې څخه ډېرې دي،تلپاتې سوله په کم خطر او لږ لګښت سره د ډېرې پانګونې لامل کېدای شي."

د افغانستان جمهوري ریاست تر دامهاله روانه اونۍ له زلمي خلیلزاد سره د ولسمشر غني د ویډیويي کنفرانس په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد د تیرې سې شنبې په ورځ په ازبکستان کې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې بهیر ترڅنګ پر اقتصادي مسائلو هم خبرې کړي وې.

زلمي خلیلزاد یو باثبات او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو لپاره مهم بللی و.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي خلیلزاد د تېرې پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي وې.

خلیلزاد د تیرې یکشنبې په ورځ پر افغان سولې د بحث لپاره قطر، ازبکستان او اسلام اباد ته سفر پيل کړ.