خلیلزاد د افغان سولې د بهیر پرمختګ کې د پاکستان رول ستایلی

خلیلزاد د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمو ترمنځ د مخامخ خبرو د افتتاحیه غونډې وروسته د دوشنبه په ورځ اسلام اباد ته تللی دی.

په پاکستان کې د امریکا سفارت ویلي چې ښاغلي خلیلزاد اسلام اباد ته د سفر پرمهال د دغه هیواد د پوځ له مشر قمرجاوید باجوه او نورو چارواکو سره په لیدنه کې د افغان سولې د بهیر د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د «مهم رول» لوبولو نه مننه کړې ده.

د یاد سفارت په اعلامیه کې راغلي: "ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا په استازیتوب د لومړي وزیر عمران خان او جنرال قمر باجوه له مهم رول څخه چې د سپټبمر پر ۱۲مه یې د افغانستان د سولې د خبرو په پیلېدو کې د اسانتیا د رامنځته کېدو په خاطر لوبولی، مننه وکړه."

په بیان کې ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې ټينګېدو لپاره د رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه د ګټې اخیستو لپاره د سیمې هیوادونو پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی.

بلخوا د پاکستان پوځ هم په یوې اعلامیې کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل د پاکستان د ملاتړ او همکارۍ پرته امکان نه لاره.

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په هدف د امریکا متحده ایالاتو په هلو ځلو د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ مخامخ خبرې د تیرې شنبې په ورځ په دوحه کې پرانیستل شوې.

پر پاکستان تور دی چې پخپله خاوره کې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړې او له هغه ځایه خپل وسله وال او سیاسي فعالیتونه تنظیموي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

ټاکل شوې نن د دواړو لورو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د مخامخ خبرو دوهمه عمومي غونډه تر سره شي.