د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغانستان د سولې د مذاکراتي پلاوي سره د مذاکراتو د کړندیتوب او نورو مسائیلو په اړه خبرې کړي دي.
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي تیره شپه جون ۱۱( غبرګولې ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د سولې پروسې او په دې اړه د سیمې هیوادونو د رول په اړه خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د سولې په پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سولې کې د سیمې هیوادونو په رول خبرې وشوې. همدارنګه د مذاکراتو پروسې په ګړنديتوب او په اجنډا کې په مهمو مسايلو بحث او خبرې وشوې.(۲/۲)https://t.co/N7WZI3w9ki
— Peace Negotiation Team of the I.R. of Afghanistan (@PeaceIRAfg) June 10, 2021
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
زلمي خلیلزاد د روانې جون میاشتې پر څلورمه د افغان سولې پروسې د چټکتیا په هدف کابل، دوحیې او سیمې ته سفرونه وکړل او له افغان مشرانو سره یې هم وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ ویلي و چې ښاغلی خلیلزاد به قطر ته د سفر په ترڅ کې دواړه مذاکره کوونکي لوري د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته په کتو د سیاسي جوړجاړي برخه کې پرمختګ ته وهڅوي.
بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاوي مشرانو او یو شمېر غړو هم د تیرې سې شنبې په ورځ په دوحه کې سره کتلي او د بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا په اړه هوکړي ته رسېدلي دي.
په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف بین الافغاني مذاکرات د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې پيل شوي، خو تر دا مهاله پکې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.
د افغان سولې پروسې د ګړندیتوب په برخه کې پر داسې مهال ټینګار کیږي چې د تیرې یوې میاشتې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د چارواکو په وینا ملکي مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.