د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې بهیر د ملاتړ برخه کې د اندونیزیا پر ژمنې ټینګار


خلیلزاد د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره د لیدنې پرمهال
خلیلزاد د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رنتو مر سودي سره د افغان سولې بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې نن شنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد سره په دغه لیدنه کې د افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ برخه کې د اندونیزیا پر ژمنې ټینګار وشو.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره هم د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو لورو په افغانستان او سوریه کې د امریکا او ترکیې د ګډو ګټو د اهمیت په دې برخه کې د همکاریو په اړه تیلیفوني خبرې کړي دي.

دا خبرې پر داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس هم جوړ شي.

نن شنبه بیا د افغانستان لپاره د ترکیې نوي ټاکل شوي سفیر جهاد ارګین ای ولسمشر غني ته د خپل باور لیک سپارلو پرمهال وویل چې ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.

د ارګ د بیان له مخې ولسمشر غني هم په دغه لیدنه کې ویلي چې افغانان د سولې پروسه کې د ترکیې د هڅو قدرداني کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د افغان سولې بهیر کې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG