د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو جګپوړي پلاوي په کابل کې د افغانستان سره د هراړخیزه همکارۍ ژمنه وکړه


د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه کابل، دوحې او سیمې ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره په یاد سفر کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا، پنټاګون او (USAID) استازي هم شامل دي.

د اعلامیې له مخې افغانستان، قطر او د سیمې هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان سولې اړوند دغه سفر د تیرې جمعې په ورځ جون څلورمه پيل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې زلمی خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې د افغانستان حکومت، سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او ښځو د حقوقو له فعالانو سره لیدنه کې د سولې په اړه د هغوی نظرونه واوري.

د بیان له مخې ښاغلی خلیلزاد به قطر ته د سفر په ترڅ کې دواړه مذاکره کوونکي لوري د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته په کتو د سیاسي جوړجاړي برخه کې پرمختګ ته وهڅوي.

په اعلامیه کې راغلي: "دغه پلاوی د افغانستان د پرمختګ او سیاسي جوړجاړي لپاره د متحده ایالاتو پر تلپاتې ملاتړ ټینګار کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې خلیلزاد به د سیمې هیوادونو له مشرانو سره لیدنه کې هم د افغان سولې بهیر، سیمه ییزې سوداګرۍ او نورو اړوندو امکاناتو په اړه هم خبرې وکړي.

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد امیري ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه په ارګ له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دواړو لورو د سولې بهیر او ددواړوهیوادونو اړیکو د نوي فصل په اړه خبرې کړي دي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې اړوند کابل، دوحې او قطر ته سفر پيل کړی چې د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې په نژدې وختونو کې بین الافغاني خبرې هم پيل شي.

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت چارواکو تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره قطر ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف بین الافغاني مذاکرات د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې پيل شوي، خو تر دا مهاله پکې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

که څه هم د یادو مذاکراتو د ټکني کېدو اصلي لامل لا څرګند نه دی، خو د افغانستان حکومت او طالبانو یو او بل د مذاکراتو په وړاندې په خنډونو جوړولو تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG