زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند خپل دریم سفر پیل کړی

په داسې حال کې چې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې اړوند خپل دریم سفر پیل کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل دریم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ویب پاڼې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به په خپل دریم سفر کې پر افغانستان سربېره پاکستان،روسیه، ازبکستان،ترکمنستان، بلجیم، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد سفر د ډیسمبر پر دوهمه پیل شوي چې د همدې میاشتې تر ۲۰ نېټې به دوام وکړي.

زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر پاڼه د خپل دریم سفر د پیلولو خبر ورکړی دی.

بیان وايي چې ښاغلی خلیلزاد به د افغان سولې د خبرو اترو د پیاوړتیا په هدف له افغان چارواکو، نورو سیاسي بهیرونو او خلکو سره خبرې وکړي.

افغانستان او سیمې ته د زلمي خلیلزاد د دریم سفر سره هم مهاله د افغانستان د سولې عالي شورا د نوموړي سفرونه د افغان سولې پروسې پیاوړتیا او مرستې په برخه کې ګټور بولي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د افغان سولې سره مرسته کوونکي اړخونه باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابر کړي.

هغه وویل: "دې باندې کار وکړي، همکاري وکړي، مرسته او ملاتړ وکړي، تر څو موږ ژر تر ژره د مخامخ مذاکراتو شاهدان وه اوسو."

پر همدې مهال د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبې د«لېندۍ پر۱۲مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پیلولو کې هېڅ قید او شرط نه لري.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې په جینوا کنفرانس کې نړیوالو سازمانونو او ټولنو د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه یې له اغېز لرونکو هېوادونو څخه وغوښتل چې په په‌دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

زلمي خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې اړوند خپل دریم سفر پیل کړی چې افغان حکومت تېره اوونۍ له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکی.

ولسمشر غني په جینوا کنفرانس کې اعلان وکړ د سلام رحیمي په مشرۍ یې له طالبانو سره ۱۲ کسیز مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

ولسمشر غني د سولې ۱۲کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ

ښاغلي زلمي خلیلزاد د تېرې نومبر میاشتې پر اتمه نېټه هم د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته سفر تر سره کړ.

نوموړي د خپل دوهم سفر پر مهال پر افغان چارواکو سربېره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم وکتل.

ښاغلي خلیلزاد د خپل دوهم سفر په جریان کې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه "په احتیاط خوشبین" او "هیله من" دی.

نوموړي ویلي و هیله لري چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشي.

تر ټاکنو دمخه د سولې تړون کیداې شي؟

خلیلزاد وايي کابل ته سفر یې له لاسته راوړنو ډک وو

د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د سفر پرمهال پاکستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر او یو بل پخوانی طالب چاوراکی ملا صمد ثاني خوشې کړل.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې ملا برادر یې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه خوشې کړی دی.