خامنه‌يي د نصرالله د جنازې په مراسمو کې د اسرائيل په وړاندې د 'مقاومت' ژمنه وکړه

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د یکشنبې په ورځ،‌ فبروري ۲۳ (کب پنځم) د لبنان د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې، چې په تېر سپتمبر کې د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شو، د اسرائیل په وړاندې د "مقاومت" ژمنه وکړه.

خامنه‌‌يي په یو بیان کې چې د هغه په رسمي ویبپاڼه کې خپور شوی ویلي: "دښمن باید پوه شي چې د غصب، ظلم او تکبر په وړاندې مقاومت هیڅکله پای ته نه رسیږي او تر هغې پورې به دوام وکړي تر څو پورې چې ټاکل شوی هدف ترلاسه نه شي."

د لبنان د حزب‌الله مشر حسن نصرالله او د ایران د انقلابي ګارد جنرال عباس نیلفروشان د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۲۷ د بیروت په جنوب کې د اسرائيلو په هوايي برید کې ووژل شول.

د لبنان په پایتخت بیروت کې لسګونه زره ماتم کوونکي د یکشنبې په ورځ د حزب الله د مشر او د هغه د وارث هاشم صفی الدین چې په یو جلا برید کې وژل شوی و، د جنازې په مراسمو کې راټول شوي و.

خامنه‌يي د حزب‌الله پخوانی مشر حسن نصرالله "یو لوی مجاهد (جنګیالی) او نوموتي مشر" په توګه یاد کړ او صفي الدین یې "د رهبرۍ یوه نږدې باوري او نه جلا کیدونکې برخه" وبلله.

د ایران دولتي تلویزیون د حزب‌الله د دوو مشرانو د جنازې مراسم په ژوندۍ بڼه خپاره کړل او د تلویزیون یو ویاند د "مقاومت" جنګیالیو د ستاینې شعرونه وویل.

حزب الله چې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله‌والو ډلو اتحاد دی له اوږدې مودې راهیسې د "مقاومت د محور" برخه پاتې شوی او د اسرائیل او د هغه د متحد امریکا پر ضد دی.

د ایران دولتي رسنیو وویل چې د یکشنبې په ورځ به د دې هېواد په پایتخت تهران او نورو ښارونو کې د نصرالله او صفي الدین د ویر مراسم ترسره شي.