د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو بې ځایه کوونه 'قومي پاکسازي' بلل کیدی شي


د جګړې له کبله بې ځایه فلسطینیان بیرته خپلو مېنو ته ستنیږي.
د جګړې له کبله بې ځایه فلسطینیان بیرته خپلو مېنو ته ستنیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه فبروري درییمه ( سلواغې ۱۵) خبرداری ورکړ چې د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو بې ځایه کیدو لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وړاندیز ښایي "قومي پاکسازي" وبلل شي.

د وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې نړیواله ټولنه د دې پر ځای چې داسې مفکورو لپاره کار وکړي چې "قومي پاکسازي" بلل کیدی شي "باید د فلسطینیانو سره د خپل برخلیک حق په خوندیتابه کې مرسته وکړي."

د ایران دې چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې څه موده وړاندې د متحده ایالاتو نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څو ځله وویل چې د غزې تړانګه دې "پاکه شي" او د دې تړانګې اوسیدونکي دې اردن او مصر ته ولیږدول شي.

د وزارت ویاند زیاته کړه چې د فلسطیني خاورې د راتلونکي په هکله هیڅ دریم ګړی پریکړه نشي کولی.

تر دې وړاندې د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم له غزې څخه د فلسطینیانو بې ځایه کیدنه رد کړې وه.

د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو دیپلوماتانو په قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړل.

دغو لوړپوړو عربي دیپلوماتانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د جوړجاړي،‌ شړلو،‌ د کورونو ویجاړولو، یو ځای کېدو،‌ بې ځایه کېدو،‌ په بل ځای کې د مېشتېدو لپاره د سیمې تخلیې او له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره هڅونې په ګډون ټولې هغه لارې چارې ردوي چې له امله یې فلسطینیان له خپلې خاورې څخه جلا کېږي.

د فلسطین دوو ډلو حماس او اسلامي‌ جهاد هم دا وړاندیز رد کړی او ویلي چې د فلسطین خلک به دا ډول پلان ونه مني.

د یو شمیر عربي او اسلامي هیوادونو په څیر ایران تر دې دمه د اسرائیل حکومت په رسمیت ندی پیژندلی او د ۱۹۷۹ میلادي کال راهیسې چې پدې هیواد کې اسلامي انقلاب شوی، د فلسطینیانو سره مرسته یې د بهرنۍ پالیسۍ یوه مهمه برخه ده.

په ایران دا تور هم دی چې په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو سره نظامي، اقتصادي او نورې مرستې کوي او له همدې ډلو څخه په سیمې کې د خپل نفوذ ساتلو لپاره د نیابتي ډلو په توګه کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG