په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو کې د لنډې وقفې تر رامنځته کېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دغه لنډه وقفه پداسې حال کې رامنځ ته شوې چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د بگرام هوایي ډگر ته نژدې د یو روغتون په ودانۍ کې د موټر بمي او وسله وال برید پړه منلې ده. پدغه برید کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. د پیښې قرباینان ټول ملکي وگړي دي.
ښاغلي خلیلزاد ددغه برید په تړاو نن په خپل ټویټر لیکلي دي چې د طالبانو سره په خبرو کې یې پدې وجه سخته غوسه څرگنده کړې ده:
۱/۲) نن مې له طالبانو سره د ملاقات په ترڅ کې پر بګرام د پروني برید په اړه، چې په بې پروا ډول یې دوه کسه ووژل او لسګونه ملکيان یې ټپیان کړل، سخته غوسه څرګنده کړه. طالبان باید وښيي چې دوي غواړي او کولاې شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 13, 2019
پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد د تگ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «لیندۍ پر ۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد نن جمعه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.
بیان وايي، چې دواړو لورو په افغاستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر مسئلو باندې خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې شاه محمود قریشي له قوله ویلي: "له لومړۍ ورځې څخه د پاکستان دریځ داوو چې په زور باندې د افغانستان مسئله نشي حل کېدای، له همدې امله مو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ژر پیلېدو غوښتنه کوله.په سیمه کې امن تلپاتي ثبات په افغانستان کې سولې پوري تړلی دی."
نوموړي ویلي، چې پاکستان د یو ګډ مسؤلیت له مخې د افغانستان په سوله کې له اخلاص نه همکاري کوي.
اعلامیه وايي، چې زلمي خلیلزاد شاه محمود قریشي ته په دوحه کې له طالبانو سره د روانې اونۍ د مذاکراتو په اړه هم معلومات ورکړل.
د بیان لهمخې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ نه مننه کړې ده.
زلمي خلیلزاد د یادې وقفې په اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"هغه په خبرو کې د راغلې وقفې په اړه ویلي:"موږ یوه لنډه دمه اخلو چې هغوی «طالبان» پر دغې مهمې موضوع له خپل مشرتابه سره وغږیږي."
معلومه نه ده، چې د سولې دغه خبرې به بېرته کله پیل شي.