خوست والي:د خبریال احمدشاه په قتل تورن نیول شوي

احمدشاه په یو وسله وال برید کې ووژل شو. هیچا یې هم مسولیت وانخیست

د خوست والي حکم خان حبيبي وايي چې د بي بي سي د خبريال احمدشاه د وژلو په تور یو شمېر کسان نيول شوي دي.

والي حکم خان حبیبي د پنجشنبې په ورځ (مۍ۱۰) په خوست کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته د خلکو د هڅولو يوې غونډې کې وویل چې د دواړو پېښو عاملين د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي دي.

نوموړي وویل چې د خوست په جومات کې د بمي برید په تور هم کسان نیول شوي دي. په دغه بمي برید کې یو شمېر افغانان وژل شوي او ژوبل شوي وو.

ښاغلي حبيبي د دغو نيول شويو کسانو په اړه ډېر جزئيات ور نه کړل خو زياته يې کړه چې د يادو شويو دواړو پېښو د عاملينو دوسيې به تر لومړنيو تحقيقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

دا لامعلومه نه ده چې دغه کسان څومره دي، د خوست ولایت دي که د بل ځای. پر افغان چارواکو کله ناکله دا نیوکې کیږي چې په دا ډول پېښو کې د خلکو د نظر اړولو په خاطر د ځینو کسانو د نیولو خبرې کوي، چې کیسه ختمه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د احمدشاه تر وژلو وروسته د پکتيا او خوست خبريالانو ولايتي ادارې ته يوه اوونۍ وخت ورکړی و چې د احمدشاه په وژلو کې ښکېل کسان تشخيص او د عدالت منګولو ته وسپاري.

احمدشاه چې د تېر يو کال راهيسې يې په سوېل ختيځو ولايتونو کې د بي بي سي راډيو او تلويزيون لپاره د خبريال په توګه کار کاوه، تېره اوونۍ د دوو موټر سايکل سپورو له لوري په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

په ورته وخت کې د خوست ښار د يعقوبیو اډې په جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې پر يوه مرکز بمي بريد کې چې د يکشنبې په ورځ وشو، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان شوي وو.

تر اوسه ظاهراً د دواړو پېښو مسووليت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی، خو والي حکم خان حبيبي وايي چې په دې اړه به نور معلومات له نيول شويو کسانو څخه د تحقيقاتو په نتيجه کې څرګند شي.