منظور پښتین ګوندونو ته: د خیبر د جرګې پریکړو ته ژمن پاته شئ

جرګه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي دي چې ځینې ګوندونه د خیبر جرګې له پرېکړو پرشا شوي دي.

نوموړي د جنوري پر شلمه (سلواغې لومړۍ) پر ټولنیزو رسنیو په یو پیغام کې ویلي، د پښتون عدالت په نوم د اکتوبر د یولسمې جرګې پرېکړې د ټولو ګوندونو په خوښه شوې وي.

د اکتوبر تر جرګې وروسته، دا لومړی ځل دی چې پښتین پر ټولنیزو رسنیو پر ګوندونو غږ کوي چې د جرګې پرېکړو ته دې ژمن پاتې شي. هغه ویلي، "وخت لا تېر نه دی. د جرګې کمېټه جوړه شوې چې د ټولو ګوندونو استازي پکې شامل دي او کولای شي ستونزې حل کړي. موږ خپلې سیمې هېچا ته نه پريږدو. نه غواړو بې کوره شو. که موږ په زور وباسي نو راځئ چې ټول اسلام اباد ته ولاړ شو."

د خيبر د جرګې او پښتين د بيان په اړه د جمعيت علماء اسلام – ف، يو ځایي مشر مفتي کفايت الله امريکا غږ ته وويل: "زه د خپلې ضلعې څخه په ذاتي توګه له منظور پښتين سره کلک ولاړ وم او کلک به ولاړ يم او خپل ګوند هم بنديز نه دی را باندې لګولی۔"

نوموړي د جنوري په ۲۱ ( سلواغه ٢) امريکا غږ ته وويل، د خيبر د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د ۱۳ د جرګې پرېکړې ټولو ګوندونو په شريکه سنجولې او وړاندې کړې وې، "نو زه فکر کوم چې سياسي ګوندونه به منظور يواځې نه پرېږدي ځکه چې منظور پښتين ښه دريځ لري او موږ ټول به يې مله يو."

مفتي کفايت الله زیاته کړه چې له جرګې پس څه داسې حالات رامنځته شول چې د پوځ او طالبانو ترمينځ نښتې پېل شوې او بيا ورپسې د کورمې شخړه مينځته راغله نو په دې خاطر د جرګې خبرې لږ په قراره شوې ګنې سياسي ګوندونه به بيا هم ورسره وي.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱ د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ په خیبر کې د پښتون عدالت په نوم جرګه کې ګڼو پښتون ملتپالو او نورو ګوندونو برخه اخیستې وه. جرګې د پښتنو له سیمو په ۶۰ ورځو کې د پوځ او وسلوالو د وتلو ترڅنګ یو شمېر پرېکړې کړې وې.

د منظور پښتين د ۲۰ جنوري د ويډيو پيغام په اړه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او پخوانی سناتور رضا محمد رضا ويلي، "د خبير جرګه يوه کاميابه جرګه وه خو د رياست له خوا د ډير جبر ښکار شوه ."

نوموړي د جنوري په ۲۱ ( سلواغه ٢) امريکا غږ ته وويل "ځينې خلکو د جرګې د پرېکړې د قامي لښکر نوم په ناسم نامه ونومولی او دا رنګ يې ورکړ چې ګنې دوی د رياست پرضد د جنګ لپاره لښکر تياروي خو اصل خبره د دې برعکس ده او هغه دا وه چې په هره ولسوالۍ کې به د ترهګرو په وړاندې د قام زلميو ته قامي شعور ور کول کېږي او که ترهګرو بريد کولی نو مخنيوی به يې کوي۔"

رضا محمد رضا په خپلو څرګندونو کې وویل چې د کورمې په ګډون په ټوله پښتونخوا کې به د امنیت لپاره په ګډه هلې ځلې کوي: "د کورمې د ډلو په خوښه موږ د کورمې د امنيت لپاره قامي جرګه کوله خو حکومت په دې مينځ کې خپله جرګه جوړه کړه او زموږ جرګه يې له مينځه يوړه، خو موږ به بيا هم د ټولې پښتونخوا د امنيت په خاطر په شريکه کار کوو او موږ سياسي ګوندونه له منظور پښتين سره ملګري يو۔"

نوموړی زیاته کړه، د سياسي ګوندونو هر يوه مشر د خيبر جرګې ته يوه کاميابه جرګه ويلې ده او وايي چې د پښتانه قام ستونزې ډېرې لويې دي او دا په يوه جرګه نه کيږي بلکه جرګه د پښتنو يو لرغونی دود دی او بايد چې نورې جرګې هم وشي او همدا تسلسل به د پښتنو د ستونزو د حل لارې لټوي.

د نورو جرګو کولو په ارتباط د عوامي نيشنل ګوند مولانا خانزيب وايي، وخت کم و او د قام ستونزې ډيرې زياتې وې نو پښتون ولس دې د دومره لويو ستونزو د حل لارې په دې يوه جرګه کې نه لټوي او نه دې پښتانه له پي ټي ايم او سياسي ګونونو څخه دومره زر د جرګې د پرېکړو نتيجه غواړي. بايد پښتانه پر يو بل د تورونو لګولو پرځای د يو بل ملاتړي شي.

مولانا خانزېب د جنوري په ۲۱ ( سلواغه ٢) امريکا غږ ته وويل "په ليکلو پرېکړو او د عمل په ميدان کې ډير توپير وي ځکه چی د عمل ميدان هم داسی سخت وي لکه څنګه چې د خيبر د جرګې اعلان شوی وو خو بيا جرګه د قام د شهيدانو او ټپيانو د قربانيو په نتيجه کې وشوه نو همداسی به دا پريکړې هم هله عملي کيږي چې قام او ګوندونه په يو اتفاق شي خو د دې دپاره د سياسي ګوندونو په اتفاق کېدل مهم دي.

نوموړي زياته کړه، "ده قام لپاره ټول په يوه فکر متفق يو خو دا بېله خبره ده چې سياسي ګوندونه د وطن د اختيار مالکان نه دي او اختيار ټول له رياست سره دی نو له پي ټي ايم سره سره ټول ګوندونه د پاکستان تر آئين لاندې خپل حقوق غواړي او يوه ورځ به راځي چې ټول به خپل حقوق ګټي."

د خيبر د جرګې په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ څلورغړيو د جرګې د جوړولو په خاطر ژوند له لاسه ور کړ او ټپيان شول، له جرګې پس ډيری غړي يې نيول شوي، زنداني شوي دي. د پي ټي ايم د غړيو په وينا اوس هم لا د رياست له خوا کېسونه ور باندې جوړېږي. . پر دوي د پاکستاني رياست ضد د ويناو کولو تور دی خو پي ټي اېم دا تورونه ردوي او وايي له قانوني او اييني لارو د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.