کرملین له ټرمپ څخه غوښتي چې 'ژر تر ژره' د اټومي بې وسلې کولو خبرې بیا پیل کړي

روسیه وایي غواړي د متحده ایالاتو سره د اټومي بې وسلې کولو خبرې "ژر تر ژره" بیا پیل کړي

کرملین د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) وویل چې غواړي د متحده ایالاتو سره د اټومي بې وسلې کولو خبرې "ژر تر ژره" بیا پیل کړي. کرملین دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، غواړي نړۍ "بې وسلې شي."

د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي بې وسلې کولو خبرې د اوکراین د شخړې پر سر د کړکېچ په ترڅ کې په ټپه ودریدې.

په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په نتیجه کې مسکو له واشنګټن سره د «نیو سټارټ» په نوم د وسلو د کنټرول له وروستۍ موافقې څخه ووت.

امریکا او روسیې څرګنده کړې چې په یو اړخیزه توګه به تر ۲۰۲۶ پورې په تړون کې د وسلو ټاکل شويو محدودیتونو ته ژمن پاته شي، خو دوی لا تر اوسه د بدیل په اړه موافقه نه ده کړې او خبرې د میاشتو لپاره ځنډلي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۴ وویل: "موږ لیواله یو چې د خبرو اترو دغه بهیر ژر تر ژره پیل کړو."

هغه زیاته کړه: "بال د امریکایانو په میدان کې دی، چې ټول اساسي تماسونه یې پرې کړي دي."

د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس کې په څرګندونو کې ټرمپ وویل چې هغه به له چین هم وغواړي چې د اټومي وسلو د کنټرول په اړه خبرو کې برخه واخلي.

ټرمپ وویل: "موږ غواړو بې وسلې کول وګورو." هغه زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه [ټرمپ] د لومړۍ دورې په جریان کې "په ریښتیا سره د اټومي وسلو د کمولو مفکوره خوښوله."

ټرمپ زیاته کړه، "چین هم ورسره کیدای شول چې راشي. چین هم دا خوښوي." خو ټرمپ خبرداری ورکړ چې د بیجینګ اټومي وسلې به "په راتلونکو څلورو یا پنځو کلونو کې د واشنګټن په کچه شي."

هغه وویل، "نو، موږ غواړو وګورو چې ایا موږ اټومي بې وسلې کول کولی شو، او زه فکر کوم چې دا خورا ممکنه ده."

پوتین د ۲۰۲۲ په فبروري کې اوکراین ته د سرتیرو له لیږلو راهیسې د اټومي وسلو د کارولو په اړه څرګندونې زیاتې کړي، تیر کال یې د اټومي وسلو د کارولو د کچه کمولو لپاره یو فرمان لاسلیک کړ.
د اټومي وسلو د بې وسلې کولو د «نیو سټارټ» موافقه د سړې جګړې د پخوانيو سیالانو لپاره اټومي کوپړۍ تر ۱۵۵۰ پورې محدودوي.

په ۲۰۱۹ کې د نړۍ دوه ستر قدرتونو امریکا او روسیه د منځني واټن ویشتونکو اټومي وسلو د ۱۸۸۷ کال له تړون څخه ووتل چې د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي مشر میخایل ګورباچوف لاس لیک کړی و؛ کوم چې د منځني واټن ړیشتونکي بین القاروي او اټومي میزایلو د کارولو کچه یې محدوده کړې وه.