کابل کې د ناامنیو پېښې؛ پنځه تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

د کابل پولیس وايي چې په دغه ښار کې د دوو ماینونو د چاودنې او تېره ورځ د راکټي بریدونو په نتیجه کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د چهارشنبې په ورځ د اګست ۱۹ (زمري ۲۹) خبریالانو ته وویل چې نن سهار د ښار په پنځمه او ۱۲مه حوزه کې په دوو دولتي موټرو باندې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي فرامرز د دغو پېښو د قربانیانو د هویت په تړاو معلومات ورنکړل خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ماین چاودنې په یوې پېښه کې د دغه وزارت د علمي شورا رئیس میر عبدالباقي امین وژل شوی او د موټر چلوونکی یې ټپي دی.

ښاغلی امین د افغانستان یو له علمي شخصیتونو څخه وو چې د دوکتورا تر کچې یې لوړې زده‌کړې کړې وې او په افغانستان او یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې یې د پوهنتون د استاد په توګه هم دندې ترسره کړي.

د دغو چاودنو مسولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی او د کابل پولیسو ویلي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

راکټي بریدونکو کې د تلفاتو زیاتوالی

له دې سره هم‌مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تیره ورځ په کابل ښار کې د راکټي بریدونو د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت د ویاند طارق ارین پر وینا په دغو بریدونو کې د دولتي کارکوونکو په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي هم شامل دي.

تېره ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کالیزې د جشن له لمانځلو سره هم‌مهاله د کابل پر ښار ۱۴ راکټونه وتوغول شول چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په لومړۍ، دویمې، نهمې، لسمې او شپاړسمې حوزو کې ولګېدل.

د دغو راکټي بریدونو مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.