لبنان: د اسرائیل په بریدونو کې ۵۵۸ تنه وژل شوي چې ۵۰ یې ماشومان دي

د اسرائیل پوځ ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله وسله والې ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، څه باندې ۱۳۰۰ اهداف ویشتي او د حزب الله ګڼ غړي یې وژلي دي.

په لبنان کې چارواکي وایي چې د اسرائيل په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵۸ ته رسېدلی چې د مقاماتو په خبره ۵۰ یې ماشومان دي.

دا په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې په لبنان کې تر ټولو خونړی برید او خونړۍ ورځ بلل کېږي.

د لبنان د عامې روغتیا وزیر فراس ابیض وویل: "تر دې دمه د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې ۵۵۸ کسان وژل شوي چې ۵۰ یې ماشومان او ۹۴ یې ښځې دي."

نوموړي زیاته کړه: "دا په څرګنده د اسرائیل د پوځ د هغو درواغو رد دی چې وايي جنګي ځواکونه یې په نښه کړي... خو له بده مرغه حقیقت دا دی چې د تېرې ورځې په بریدونو کې، که ټول نه وي، اکثریت یې بې وسلې خلک دي چې په خپلو کورونو کې وو."

فراس ابیض وویل چې ۱۸۳۵ کسان ژوبل شوي دي چې په ۵۴ روغتونونو کې یې درملنه کېږي. د مقاماتو په خبره په وژل شویو کې یې څلور تنه د حزب الله ډلې سره د ژغورنې د یوې ټولنې کار کوونکي دي.

د لبنان په جنوب کې یو شمېر اورپکې ډلې په روغتیايي مرکزونو او عاجلو څانګو کې فعالیت کوي. ابیض وویل چې د روغتیا ۱۶ کارکوونکي او اور وژونکي هم ژوبل شوي دي. وايي اسرائیل سره سرحد ته نژدې د "بنت جبیل" په روغتون نن سه شنبه سپتمبر ۲۴ (تلې درېیمه) برید کړی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله وسله والې ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، څه باندې ۱۳۰۰ اهداف ویشتي او د حزب الله ګڼ غړي یې وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند دانیال هاګاري په یو ویډیويي پیغام کې وویل، اسرائیل ځکه دا بریدونه کړي چې نښو نښانو ښودلې حزب الله پر اسرائیل بریدونو ته ځان چمتو کوه.

د اسرائیل پوځ ویاند دانیال هاګاري تېره ورځ ویلي وو، چې حزب الله په ملکي سیمو کې توغندي، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې ځای پر ځای کوي او له همدې کبله اسرائیل د لبنان له اتباعو غواړي له هغو سیمو ووځي چې د حزب الله وسله وال موجود دي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس له معلوماتو استفاده شوې.