د زمبابوې له زمریانو ډک ځنګله کې ورک هلک پنځه ورځې وروسته ژوندی وموندل شو

د ماتوساډونا ملي پارک په نوم ځنګله کې زمریان، پړانګان، فیلان، ځنګلي میښې او نور وحشي ژوي ژوند کوي. (د ارشیف عکس)

یو اوو کلن هلک چې په زمبابوې کې د زمریانو او نورو وحشي ژویو ډک ځنګله کې پنځه ورځې وړاندې ورک شوی و، ددغه ځنګله د کارکوونکو له خوا د جمعې په ورځ جنوري درېمه (مرغومي ۱۴) ژوندی وموندل شو.

د زمبابوې د ځنګلونو د ادارې ویاند تیناشي فاراو وویل، دا هلک د دسمبر په ۲۷مه له خپل کلي څخه چې د "ماتوساډونا ملي پارک" په نوم ځنګله ترڅنګ پروت دی، دغه ځنګه ته ننوتلی و او پنځه ورځې وروسته، شاوخوا ۵۰ کیلومتره لیرې، د ځنګله په بله برخه کې وموندل شو.

فاراو په یو بیان کې وویل چې هغه په ځنګلي میوو او هغو اوبو ژوندی پاتې شوی چې د یو وچ سیند ترڅنګ یې د ځمکې له کیندلو وروسته موندلې وې.

فاراو وویل، "د حیرانتیا خبره دا ده چې هغه له خپل کلي څخه له زمریانو ډک ځنګله کې شاوخوا ۴۹ کیلومترو پیاده مزل کړی دی."

د ځنګله ساتونکو، ځايي خلکو او پوليسو ددې ماشوم د ورکېدو سمدستي وروسته د هغه لټون پېل کړ خو د سخت باران له کبله د لټون عملیات له خنډ سره مخامخ شول. فاراو وویل، ژغورونکو د دسمبر په ۳۰مه د ټینوټینډا پانډو په نوم د دغه هلک د پښو پل ولید او یوه ورځ وروسته یې هغه ژوندی وموند.

ددې سیمې وکیلې متصه مرومبیدزي وویل، ماشوم روغتون ته وړل شوی دی، که څه هم کمزوری شوی خو پر بدن یې کوم ښکار ټپ نه لیدل کیږي. هغې زیاته کړه: "دا یوه معجزه وه چې هغه ژوندی پاتې شوی... هغه دومره هوښیار و چې د لویو ډبرو ترمنځ ویده شوی ترڅو زمریان او نور ځنګلي حیوانات ورته ونه رسیږي."

مرومبیدزي وويل: "د کلي خلکو د هغه په لټون کې مرسته وکړه. هغوی په دې هیله ډولونه وهل چې ماشوم به دا غږ واوري او تعقيب به یې کړي." خو نوموړی د ځنګله په منځنۍ برخه کې وروسته له هغه وموندل شو چې د ځنګه ساتونکو په دغه سیمه کې لټون پیل کړ.

د ماتوساډونا ملي پارک د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د زمبابوې د کریبا جهيل ته څېرمه په دغه ځنګله کې زمریان، پړانګان، فیلان، ځنګلي میښې او نور وحشي ژوي ژوند کوي.