د سولې مشورتي جرګې د کمېټې رئیسانو خپل نظرونه شریک کړل

د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کمېټو رئیسان د یادې جرګې په دوهمه ورځ نن شنبه د خپلو بحثونو پایلې په علني ډول د جرګې له نورو غړو سره شریکوي.

پرون جمعه د سولې د مشورتې جرګې تر پرانیستلو وروسته د جرګې ګډونوالو په ګروپي ډول د ځینو مشخصو پوښتونو په اړه د نظر په ورکولو سره کارونه پیل کړل.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک معلومېدو په اړه تر دا مهاله د څه باندې ۴۰ کمېټو رئیسانو خپل راپورونه په علني ډول د جرګې له نورو غړو سره شریک کړي دي.

د یادې جرګې غړو په ۵۰ کمېټو کې پرون تر ماسپښين وروسته پر ورسپارل شوو سوالونو کار پيل کړی و او هرې کمېټې د خپلو بحثونو پایلې په یو لنډ راپور کې د مشورتي لویې جرګې په دوهمه ورځ له نورو ګډونوالوسره شریکوي.

د یادې جرګې یوې غړې اندېشه مشعل د شنبې په ورځ اګست ۸مه(زمري۱۸) امریکا غږ ته وویل چې په لومړۍ ورځ د جرګې ټولو غړو په کمېټو کې"طالبان ازاد شي چې مذاکرات پيل شي؟ او که ازاد نه کړل شي تاوتریخوالی زیاتیږي." خپل نظرونه شریک کړل.

اغلې مشعل زیاته کړه:"د کمېټې زیات غړي د طالبانو د ازادولو طرفدار دي، خو په دې شرط چې طالبان لومړی اوربند وکړي او مخامخ خبرو ته حاضر شي."

د جرګې د کړنلارې په اساس د هرې کمېټې رئیس پنځه دقیقې وخت لري چې د یادې موضوع اړوند خپل نظریات د سولې مشورتي لویې جرګې له غړو سره شریک کړي.

د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالله عبدالله نن شنبه اګست ۸مه(زمري۱۸مه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ۵۰ کمېټو له ډلې ۳۳ کاري کمېټو یې خپل راپورونه وړاندې کړي دي.

هغه ویلي چې پاتې ۱۷کمېټې به د نن شنبې په اوږدو کې خپل راپورونه وړاندې کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو او نورو اړوند مسائلو په اړه د کمېټو پرېکړه به نن اعلان شي.

ښاغلي عبدالله همدارنګه ویلي د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه یو مثبت او رغنده پرېکړې ته سترګې په لار دي.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرون جمعه د اګست۷(زمري۱۷مه) په کابل کې د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه.

په دغه جرګه کې د ښځو او بهرنیو مېلمنو په ګډون ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې درې ورځې به دوام ولري.

ولسمشر غني تیره ورځ د جرګې پرانیستلو وینا کې د طالب بندیانو د برخلیک په اړه د جرګې د ګډونوالو پرېکړه مهمه وبلل:"ستاسو د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی. زه خپله تاسې ته هیڅ ډول فرمایش نه لرم، ځکه زه ستاسو هر یو په درایت او وطن دوستۍ باور لرم."

د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او اروپايي ټولنې د مشورتي لویې جرګې د تر سره کېدو هر کلی کړی دی.

تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو سبب شي.

خو وسله والو طالبانو د یادې جرګې له رابللو سره مخالفت ښودلی او هغه یې د سولې په وړاندې خنډ بللی دی.

په کابل کې د مشورتي لویې جرګې تر سره کېدو لپاره په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د جرګې تر سره کېدو ځای ته ټولې تیري شوي لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.