چارواکي وایي یوه کس د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۸ (کب ۹) د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت د سکرامنټو ښار په یوې کلیسا کې خپلې درې لوڼې، له هغوی سره مل کس او ځان وژلی دی.
د یادې سیمې د پولیسو یو مسول روډ ګراسمن وایي چې هغوی په سیمه ایز وخت په پنځو بجو د کالیفورنیا ایالت د سکرامنټو له یوې کلیسا څخه د ډزو راپور ترلاسه کړ او پولیس سیمې ته په رسیدو د بریدګر په ګډون د پنځو کسانو مړي پیدا کړل.
د ښاغلي ګراسمن په وینا وژل شويو نجونو ۹ ، ۱۰ او ۱۳ کاله عمر درلود. پولیسو ویلي دي چې بریدګر له خپلې میرمنې جلا شوی وو.
د کالیفورنیا والي کیفن نیوسم په یوه ټویټ کې څرګنده کړې:" په امریکا کې د وسلو د تاوتریخوالي یو بل بې معنی عمل. زموږ په ګاونډ کې، له ماشومانو سره په یوې کلیسا کې. په بشپړ ډول زه بږنونکې."
Another senseless act of gun violence in America - this time in our backyard. In a church with kids inside. Absolutely devastating. Our hearts go out to the victims, their families and their communities. We are working closely with local law enforcement.
— Gavin Newsom (@GavinNewsom) March 1, 2022
څیړونکي په دې باور دی چې ډزي په داسې وخت کې شوي چې د نجونو سره د څار لپاره یو کس هم وو او څلورم وژل شوی کس هم همدا څارونکی دی.
د بریدګر نوم تر اوسه ندی ښودل شوی خو چارواکي وايی هغه د برید پرمهال ۳۹ کاله عمر درلود.
ګراسمن وویل د کلیسا یوه کارکوونکي کله چې د ډزو غږ واورید د پولیسو ۹۱۱ شمیرې ته یې زنګ وواهه ، د هغه په وینا هغوی د پیښې د علت په اړه څیړني پیل کړي خو داسې ویل کیږي چې دا به د کورني تاوتریخوالی پيښه وي.
د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، ددې هیواد اتباع د وسلې د درلودلو حق لري، خو دا موضوع تل د یوه جنجالي سیاسي بحث په توګه پاتې شوې ده، ځکه هر کال د یاد هیواد په بیلابیلو برخو کې په زرګونه کسان د وسلو د تاوتریخوالو له امله مړه او ټپیان کیږي.