د منظور پښتین د پاکستان پوځ ته خبرداری او دعا

Manzoor Pashteen

د پښتون ژغورنې تح‏ریک پي ټي ایم مشر منظور پښتین د پاکستان پوځ ته د خبرداري سره سره د هدایت دعا هم کړیده.

منظور پښتین د دوشنبې په ورځ ( د جون ١٨) په خپل فیس بک لائیو کې د پاکستان چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په اسلام اباد کې نیول شوي ملگري دی ازاد کړي کنه نو په ټول ملک کې به احتجاجي پرلتونه کوي.

هغه وویل د احتجاجي غونډو لپاره د ملگرو سره یو یوځای تگلاره جوړوي. ښاغلي پښتین دغه مهال پوځ ته دعا هم وکړه." الله دې د پاکستان پوځ ته هدایت وکړي که هدایت نشي نو خدای دې وکړي چې دوي زمونږ د خاورې نه لیري شي نور چې یې چیرته خوښه وي، دا بدامني دې جوړوي."

منظور پښتین خپل پلرني کلي ته د سفر په اړه وویل چې په امنیتي پوستو هم هغه شان خلک ځورول کیږي.

منظور پښتین د پاکستان حکومت ته د جون ٢٠ نیټې پورې وخت ورکړ چې په اډیاله بندیخانې کې بند ملگري دي پریږدي کنه نو پي ټي ایم به د ملک په بیلا بیلو سیمو کې احتجاجونه وکړي.

د یادونې وړ ده د پي ټي ایم مشرانو د جرگې سره د ملاقات نه وروسته ویلي و چې هغوي ورسره وعده کړي, ملگري به یې اختر له کورونو ته راشي خو تروسه لا دغه کسان بندیان دي.

منظور د پاکستان د حکومت لخوا ټاکل شوي جرگه په دروغ ویلو تورنه کړه. هغه وویل "د پاکستان د حکومت جرگې راته دروغ ویلي و، جرگې لوظونه کړي و چې دا د پوځ د لوی درستیز وعده ده چې مونږ به ټول قیدیان ازاد کړو خو تروسه یې دغه ونکړه."

پښتین وویل چې هغوي زمونږ نه غوښتل چې د وزیرستان غونډه لغوه کړو. هغه وویل، "مونږ د هغوي سره وعده وکړه چې مونږ به په رزمک کې غونډه نه کوو. مونږ خپله وعده پر ځاې کړه خو هغوي نه."

په پاکستان کې د حقونو مبارزینو په حکومت تور لگولی چې دغه کسان یې په غیر قانوني توگه بندیخانې ته اچولي.

ښاغلي پښتین په اخیره کې د پاکستان پوځ ته د هدایت دعا وکړه او ویي ویل چې خدای دی وکړي چې زمونږ په سیمه امن راشي.