پښتین: د پاسپورټ لازمي کول به پر ډیورنډ کرښه سلګونه زره پښتانه بې روزګاره کړي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن ښار کې له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې د سوداګرو اتحادیې، سیاسي ګوندونو او لغړي اتحاد (پنډیانو) پرلت دوام لري چې له افغانستان سره تګ راتګ دې د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره باندې شي.

په دې اعتراضیه غونډه کې په لومړي ځل د سه شنبې ورځ نومبر۲۸ (لیندۍ اووم) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ګډون وکړ.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې د چمن پرلت غوښتنې پر ډیورنډ کرښه د پرتو ټولو ولسونو غوښتنې دي. هغه وویل: "پښتانه د کرښې په اوږدو کې په پاسپورټ تګ راتګ نه مني."

د پي ټي اېم مشر وویل، چې د چمن - سپین بولدک لارې له تړل کېدو څخه په سلګونه زره پښتانه له بې روزګارۍ سره مخامخ کېدای شي: "یوازې ۱۵ زره لغړیان په چمن کې بې روزګاره کېږي، همداسې پر تورخم‌، انګور اډه، پر غلام خان، خرلاڅۍ، نواپاس، باجوړ او مومندو او د ګورڅل پر لارو په لکونه پښتانه افغانان بې روزګاره کېږي."

د چمن پرلت ته منظور احمد پښتین په خپله وینا کې وویل، چې له پاکستان څخه د نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو شړل د دې لپاره کېږي چې د دواړو غاړو د ولسونو ترمنځ کرکه وزېږوي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د چمن ـ بولدک لاره باندې په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ لازمي کړی دی. چې پرضد یې په چمن په لسګونه زره خلکو پرلت پیل کړی دی.

خو بلخوا د پاکستان لنډمهالي ‌حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي بیا وايي، چې له افغانستان سره د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو پرېکړه یې په دغه هېواد کې امنیتي ستونزو ته په کتو کړې ده. نوموړی ادعا کوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ او ناقرارۍ په پېښو کې ککړ کسان له ګاونډي هېواد څخه رااوړي، خو په افغانستان کې بیا طالب چارواکي په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.

بلخوا د تاجرانو اتحاديو، سياسي ګوندونو او لغړي اتحاد په چمن کې د اکتوبر له ۲۱مې نېټې پرلت پیل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې تګ راتګ د تېر په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره شي.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله امریکا غږ ته وويل، د خپلو غوښتنو لپاره به د نومبر تر ۲۹مې وروسته د بلوچستان په نورو پښتون مېشتو سیموکې هم د پراخو احتجاجونو تکل لري.

ښاغلي غوث الله غوث الله وویل: "زموږ غوښتنې جایزې دي. دلته زموږ زمیندارۍ دي، موږ شپږ میاشتې په توبه کې او شپږ میاشتې په بولدک کې اوسېږو، په ژمي کې د دامان او بولدک علاقې تودې وي، موږ ځو راځو، پر دروازه هره ورځ په زرګونه خلک ځي راځي. یوازې د چمن ۱۱ لکه وګړي د وېش منډۍ له کاروبار سره تړلي دي. له کوټې تر کندهاره د لکونو انسانانو روزګار له دې کاروبار سره تړلی دی. موږ پاسپورټ نه منو. او احتجاج به د خپلو غوښتنو تر منلو جاري وي".

له دې سره سره د څلور ملتپالو سیاسي ګوندونو اتحاد هم د روان پرلت په ملاتړ درې ورځې وړاندې په چمن کې د یوې سیاسي غونډې پرمهال د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې د ډسمبرپر لومړۍ نېټه د لاریونونو کولو اعلان وکړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د دوشنبې پر ورځ په کوټه کې د خپل ګوند یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې د ډسمبر پر دویمه نېټه به د عبدالصمد خان اڅکزي د تلین نمانځغونډه کې د چمن پرلت د ملاتړ لپاره نوې کړنلاره اعلانوي.