مسعود پزشکیان د ایران د نهم جمهور رئیس په توګه اعلان شو

د ایران د ټاکنو ادارې مسعود پزشکیان ددغه هیواد د ټاکنو د ګټونکی اوددغه هیواد د نهم جمهور رئیس په توګه اعلان کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ټاکنو ادارې ددغه هیواد د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوېیم پړاو پایلې اعلان کړې چې له مخې مسعود پزشکیان ددغو ټاکنو ګټونکی او د ایران د نهم جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

د ایران د ټاکنو ادارې د شنبې د ورځې په سهار جولاۍ شپږم (چنګاښ ۱۶) وویل چې دغې ادارې ۳۰ میلیونه او ۵۳۰۱۷۵ رایې شمیرلي چې مسعود پزشکیان ۱۶ میلیونه او ۳۸۴۴۰۳ رایې ترلاسه کړي او د هغه سیال سعید جلیلي ۱۳ میلیونه او ۵۳۸۱۷۹ رایې ګټلي دي.

د دوېیم پړاو سیالۍ د اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان او افراطي محافظه کار سعید جلیلي تر منځ ترسره شوې.

ښاغلي پزشکیان د تیرې اونۍ د لومړي پړاو په ټاکنو کې د لسو میلیونو او ۴۰۰ زرو څخه زیاتې رایې اخیستې وې او سعید جلیلي په دغو ټاکنو کې له نهه میلیونه او ۴۰۰ زرو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې وې، چې په ترتیب سره د لومړي پړاو ټاکنو کې یې لومړۍ او دوېیم مقام خپل کړی و.

خو د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې هیڅ یو کاندید ونشو کړی چې ۵۰ په سلو کې رایې وګټي او له همدې کبله چارواکو د دوېیم پړاو ټاکنو اعلان وکړ چې د تیر ځل په شان دا ځل هم د خلکو برخه اخیستنه په کې کمه وه.

د لومړي پړاو په ټاکنو کې د ۶۱ میلیون وګړو څخه چې په ټاکنو کې د رایو ورکولو لپاره په شرایطو برابر دي، یوازې ۴۰ په سلو کې یې پکې برخه اخیستې وه چې پدې هیواد کې د اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو ټیټه شمیره ده. خو د ایران د ټاکنو ادارې په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۵۰ فیصده اعلان کړی دی.

د رایې اچونې له مرکزونو په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوي تصویرونو کې هم په دغو مرکزونو کې د خلکو کم رنګه حضور لیدل کیږي.

سره له دې چې د ایران په دولتي تلویزیون کې ښودل شوي چې خلک د خپلو رایو د کارولو لپاره د ایران په مرکز تهران او د کرمان په ښار کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دي ،خو د فرانس پریس خبري اژانس خبریالانو بیا ویلي چې د رایو ورکولو په مرکزونو کې ډیر خلک حاضر نه و.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي چې د دې هیواد په چارو کې اصلي پریکړه کوونکی دی په ټاکنو کې د خپلې رایې د کارولو څخه وروسته وویل: "اوریدلې مې دي چې د خلکو لیوالتیا د پخوا څخه ډیره ده، خدای دې وکړي چې همداسې وي".

پزشکیان د لویدیځو هیوادونو سره د ایران د اړیکو ښه کیدل غواړي او جلیلي بیا د ایران د اټومي موافقې د مذاکرې د ټیم غړی و.

مسعود پزشکیان به د ابراهیم رئیسی ځای ناستی شي چې د څو نورو جګپوړو ایراني چارواکو سره د هلیکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې مړ شوی وو. ابراهیم رئیسي هم یو افراطي محافظه کار په توګه پيژندل کیده.

په عین وخت کې شهزاده رضا پهلوي د شنبې په سهار په ټولنیزه شبکه کې د ایران د ټاکنو د ادارې له خوا د دوېیم پړاو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د شمیر په اړه په خپرو شویو شمیرو شک ښودلی دی.