د ترکیې ساحل سره نږدې د کډوالو کښتۍ ډوبیدو په پیښې کې ۷ تنه مړه شوي

آرشیف

په ترکیې کې چارواکي وایي د کډوالو یوه کښتۍ د اجین بحیرې په ساحل کې د غټو تیږو سره تر جنګیدو وروسته ډوبه شوې چې اووه تنه په پیښې کې مړه شوي او ۱۹ نور ژوندي ژغورل شویدي.

چارواکو سه شنبه جولای نهمه ( چنګاښ ۱۹) همدرانګه ویلي چې یو تن په اوبو کې ورک شوی. ترکیې د ورک شوي کډوال د پیدا کولو لپاره سیمې ته هیلوکوپتر او د ژغورنې نوره عمله استولې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي چې د کب نیولو یوې کښتۍ ساحلي ګارډ ته د نارام وضعیت په هکله معلومات ورکړي و چې په چټک ځواب کې هغوي وکړی شو ۱۹ تنه د ډوبیدو څخه وژغوري.

ژوندي پاتې شویو کډوالو د ترکیې چارواکو ته ویلي چې د یونان چارواکو ورته اجازه ورکړې وه چې د ترکیې په اوبو کې په کښتۍ کې سفر وکړي خو کښتۍ یې د تیږو سره وجنګیده او ډوبه شوه.

د یونان چارواکو تر اوسه د ترکیې دې ادعاوو په هکله تبصره نده کړې او دا هم لا نده څرګنده کې دا کډوال د کوم هیواد/ هیوادونو اتباع و او چیرته یې غوښتل ولاړ شي.

یونان او ترکیې د پخوا راهیسې یو بل د کډوالو سره په ناوړه چلند تورن کړیدي.

ترکیه په یونان تور لګوي چې کډوال پرته لدې چې د نړیوالو قوانینو له مخې یې لومړی باید د پنا غوښتنې عریضې طی مراحل او تر هغې وروسته وشړل شي، ترکیې ته استوي خو یونان دا ادعاوې رد کړیدي.

ډیری کډوال چې د ښه ژوند په لټه کې د افریقایي، آسیایي او منځني ختیځ هیوادونو څخه غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي، تر ټولو غوره لار یونان بولي.

خو ډیر شمیر یې په همدې خطرناکو لارو کې په اوبو کې ډوبیږي.

د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان یا آی او ایم هم تیره میاشت ویلي و چې لږ تر لږه ۴۹ تنه کډوال هغه وخت مړه او ۱۴۰ نور تري تم شول چې یوه کښتۍ د یمن په ساحل کې ډوبه شوه.

د لویدیځې افریقا د هیوادونو څخه لسګونه زره خلک د بې وزلۍ، جګړو او بې ثباتۍ له کبله هر کال کوښښ کوي چې په همدې خطرناکو لارو ځانونه هسپانیا ته ورسوي.

اکثریت دا کسان په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیر نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه د هسپانیې په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مري.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې لومړۍ نیټې څخه د روانې اپریل میاشتې تر ۱۵ مې پورې ۱۶۶۲۱ کډوال په کښتیو کې دې هیواد ته ورغلي دي په داسې حال کې چې تیر کال ۱۱۶۸۱ کډوال دې هیواد ته په کښتیو کې ورغلي و.