ملګري ملتونه: د افریقا جنوبي صحرا کې په څه باندې ۷۹ میلیون نجونو او ښځو جنسي تېري او تعرض شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د تازه ارقامو په اساس، چې نن پنجشنبه اکتوبر لسمه (تلې۱۹) یې خپاره کړل، د افریقا په جنوبي صحرا کې په څه باندې ۷۹ میلیون نجونو او ښځو باندې یا جنسي تېري شوي او یا په جنسي ډول ځورول شوي دي.

د یونیسف د شمېرو په اساس د افریقا دا سیمه په نړۍ کې د نجونو لپاره تر ټولو بده سیمه ده.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د اټکل له مخې جنسي خشونت په نړۍ کې ۳۷۰ میلیون نجونې او ښځې زیانمنې کړې، چې په هرو پنځو کې یې یوه د افریقا په صحرا کې ده، چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې دا بدې پېښې تجربه کړي.

د یونیسف اجرايي مشرې کاترین رسل وویل: «جنسي خشونت زموږ په اخلاقي وجدان باندې داغ دی.»

ددغې ادارې د ارقامو مسئولې ګلاډیا کاپا وویل دا لومړی ځل دی چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د ملي‌ ارقامو او د نړیوالو پروګرامونو د نظر پوښتنو په اساس دا ډول ارقام خپرېږي. هغې وویل چې په ځینو هېوادونو کې کافي معلومات نه دي‌ ورکړل شوي او یا تر واقعي پېښو کم ارقام ورکړل شوي.

هغې فرانس پرس اژانس ته وویل: «موږ محدودیتونه پېژنو، خو ومو غوښتل چې دا مسئله د شمېرو له لارې روښانه کړو.»

په نایبرو کې په ماشومانو باندې د جنسي تېري د برخې متخصصې نانکالي ماکسود وویل چې «دا وحشتناک دي. دا د ویرې نسلونه دي،» او په خبره یې دا ډول ویره او د پرمختګ لپاره بد عواقب لري.

هغې وویل چې دوی ډېره هڅه کوي چې یوه نجلۍ ښوونځي ته ولاړه شي، خو «یوه نجلۍ چې جنسي ځور تجربه کوي او یا پرې جنسي تېری کېږي، زده کړه نه شي» کولای.

د شمېرو په اساس، په هغوی سیمو کې چې جکړې او نا امنۍ دي، په نجونو او ښځو باندې د جنسي تېريو او د جنسي ځورونو پېښې زیاتې دي. د افریقا جنوبي صحرا د جګړو شاهده ده.

په همدې حال کې مرسته کوونکو ادارو په سودان کې د روانو جګړو له کبله نجونو او ښځو ته د ورپېښو خطرونو په اړه خبردای ورکړی.