واحد نژند او سمیع فیضي خپل روسي سیالان مات کړل

نژند تر دې دمه ۷۵ کیلو ګرامه وزن لري او څلور بریاوې او یو ماتې یې په کارنامې کې  ثبتې دي.

د ازادو سیالیو دوه افغان اتلانو واحد الله نژند او عبدالسمیع فیضي خپل دوه روسي سیالان په مسکو کې مات کړل.

د ام ام اې دغه لوبغاړي تېره شپه اپرېل ۱۱ (وری۲۳) د روسیې پلازمېنه (AMC) بنسټ کې ولوبېدل.

لومړۍ لوبه د واحد الله نژند وه چې د پاول ادریشف سره ولوبېده. دواړو لوبغاړو درې رونډونه پای ته ورسول خو نژند د نمرې په توپیر ګټونکی اعلان شو.

نژند تر دې دمه ۷۵ کیلو ګرامه وزن لري او څلور بریاوې او یو ماتې یې په کارنامې کې ثبتې دي.

سیمیع فیضي هم د سرګي دنیوسوف سره په یوې حساسې لوبې کې سره ولوبېد او د درې رونډو په لوبولو یې د نمرې په توپیر بریا خپله کړه.

فیضي هم پینځه بریاوې او دوه ماتې په خپلو کارنامو کې ثبتې کړي دي.

د لوبې ګټلو وروسته فیضي ویلي: "قدرمنو هېوادوالو! ټولو ته د بریا مبارکي وایم. د نژند مبارکي هم وایم. زموږ بریا جشن ونیسئ. نن موږ د ټولو افغانانو استازیتوب وکړ."

له دې مخکې وړمه شپه د ازادو سیالیو دوه نورو افغان اتلانو روح الله محمدي او باز محمد مبارز هم کابل کې خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

تېره شپه د دغو اتلانو د بریا اعلانونو وروسته د کابل ښار په ګڼو سیمو کې د هوايي ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

په خواله رسنیو کې ګڼو کارونکو د دغه عمل غندنه کړې خو د کابل پولیسو او د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې په معمول ډول د ورزشي بریاوو خوښي د ډزو په غږونو لمانځل کیږي.