افغانستان کې د کرناویروس اله امله د مړو شمېر ۱۱۱۵ ته لوړ شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې ۲۱ تنه د کروناویروس له امله مړه شوي او ۴۲۵ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په دې سره به افغانستان کې د کروناویروس له امله د مړه شویو کسانو شمیر ۱۱۱۵ ته لوړ شوی دی.

همدا شان د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۷۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمیر په افغانستان کې ۳۵زره او ۷۰ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو په اساس له دې ډلې ۲۲زره او ۸۸۱ تنه بېرته روغ شوي دي.

په عین حال کې نن د روغتیا وزارت د کابل په جمهوریت روغتون کې د کروناویروس ناروغانو د درملنې ۳۰ بستریز مرکز پرانیست.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني د دغه مرکز د پرانیستلو پر مهال وویل: "له دې وروسته د کرونا ناروغ (درملنه) یوازې یو یا دوو روغتونونو پورې تړاو نه لري، بلکې د افغانستان ټول صحي سیستم لکه څنګه مو چې یوه میاشت مخکې په خپلو پالیسیو کې اعلان کړ، دې ته چمتو دي چې (د کروناویروس ناروغان) ومني".

د روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه چې لا هم په افغانستان کې د کروناویروس ګواښ شته دی او او خلک باید د دغه وزارت روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر پنجشنبې ورځې جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۶) په نړۍ کې نږدې ۱۳میلیونه او ۵۸۰زره تنه په دغه ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې نږدې ۵۸۵زره مړه شوي دي.