افغانستان کې کروناویروس ۹۱ نور کسان مړه کړي او ۱۵۵۷ ورباندې اخته شوي

ارشیف

د کروناویروس د مثبتو پېښو په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه رسمي معلومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ ۹) ویلي چې په دې موده کې ۱۵۵۷ کسان په کروناویروس باندې اخته شوي هم دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۱۲۰زره او ۲۱۶کسانو ته پورته شوی دی.

همداشان د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د کروناویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر څلور زره او ۹۶۲ ته رسېدلی دی.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر اوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۸۱میلیونه او ۸۸۷زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو درې میلیونه او ۹۴۰زره مړه شوي دي.