ملا برادر د اته کسیز پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته روان شوی

د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو اته کسیز طالب پلاوی پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره اندونیزیان ته روان شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن جمعه د «جولای پر۲۶مه» پر خپل ټویټر لیکلي چې یاد طالب پلاوی نن سهار له قطر څخه د اندونیزیا په لور روان شوی دی.

نوموړي ویلي:"په دغه سفر کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو سیاسي اړيکو او د سولې او راتلونکي افغانستان لپاره د همکارۍ په اهمیت خبرې وشي."

یاد طالب پلاوی پر داسې مهال اندونیزیا ته سفر کوي، چې په تېره غوايي میاشت کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو لیستاري قطر ته تللې وه او د افغان سولې په اړه د شپږم پړاو خبرو پر مهال یې په دوحه کې له زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر سره کتلي و.

نوموړې هغه مهال ویلي و هېواد یې چمتو دی د سولې په بهیر او د مېرمنو اړوند مسايلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

طالبانو هم هغه مهال ویلي و، چې دواړو لورو د افغان سولې پر بهیر خبرې کړي دي.

اندونیزیا تر دې مخکې د افغان سولې په اړه د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني علماو د درې اړخیزه کنفرانس ترڅنګ د څو نورو غونډو کوربتوب هم کړی دی.

دغه هېواد تل د افغان سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اندونیزیا ته د طالب پلاوي سفر پر داسې مهال تر سره کېږي چې ټاکل شوې روانه میاشت امریکايي او طالب استازي د افغان سولې په اړه اتم پړوا خبرو ته سره کښېني.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې په څو اونۍ کې «بین الافغاني» مذاکرات هم پيل شي.

تر دې مخکې پر افغان سولې د بحث لپاره چین ته هم د ملا عبدالغني برادر د سفر په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو په رسمي ډول نه و تائید کړي.

نوموړي تر دې مخکې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره روسیې ته هم تللی و.