امیر خان متقي په ایران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي وايي ایران ته د سفر په ترڅ کې له پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان او د دوی خلاف د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره لیدلي دي.

ښاغلي متقي افغانستان ته د ستنېدو په مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د یاد سفر په ترڅ کې له نورو افغانانو سره هم لیدلي او هغوی ته یې هیواد ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې: "له قوماندان اسماعیل خان سره له احمد مسعود سره مو هم په ایران کې ولیدل له نورو افغانانو سره مو هم ولیدل او ټولو ته مو دا ډاډ ورکړ چې ټول افغانستان ته راتلی شي او په افغانستان کې ډاډه ژوند تیرولای شي او دلته د هر چا خپل کور دی، موږ چاته مشکل، امنیتي مشکل او بل مشکل نه ایجادوو، هرڅوک په ازادۍ سره راتلای شي په خپل وطن کې ژوند تیرولای شي."

پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان او د طالبانو د حکومت خلاف د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. ښاغلي متقي هم د دغه ملاقات په اړه نور جزیات ورنکړل.

ويل کيږي چې په دغه ليدنه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي حفيظ منصور او د مقاومت جبهې په استازيتوب مولوي حبيب الله حسام هم ګډون کړى و.

ښاغلي منصور له طالب پلاوي سره د اسماعيل خان ليدنه تاٸيد کړې خو د احمد مسعود د حضور په اړه يې څه نه دي ويلي،

په همدې مهال مولوي حبيب الله حسام مهاجر ته په منسوب فيسبوک پاڼه کې ليکل شوي: "د دغه ځمکې نجيب خلک په ډاډ سره پوهيږي چې د ګرانو خلکو په برخليک پرېکړه کومه ساده خبر نه ده او بېله شکه هيڅ څوک په يوازي سر د پرېکړي حق نلري."

هغه زياته کړې چې دا د مقاومت جبهې له ادرسه تر طالبانو د افغانستان د خلکو د غږ رسول و. د امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړ پووړي طالب پلاوي وړمه ورځ ناوخته د ایران په رسمي بلنه تهران ته سفر وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ياد پلاوى به د سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو، سیاسي اقتصادي او سوداګریزو مسائلو په اړه خبرې وکړي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته په پنجشېر ولایت کې د طالبانو پر ضد وسله وال فعالیت پيل کړ.

تر هغه وروسته د مولوي امیر خان متقي په مشرۍ طالب پلاوي د احمد مسعود لخوا د ټاکل شوي پلاوي سره د سولې خبرې پيل کړې چې تر څو ورځنیو بحثونو وروسته بې نتیجې پای ته ورسېدې او طالبانو خپلو ځواکونو ته پر پنجشېر د برید امر وکړ.

طالب سرتیرو تر شاوخوا اووه ورځنۍ جګړې وروسته د پنجشېر ولایت د نیول کېدو خبر ورکړ. خو احمد مسعود وویل چې د دوی کسان اوس هم په پنجشېر کې مقاومت کوي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د طالبانو خلاف ملي قیام وکړي.