ټیلرسن: د روهینگیایانو سره د تشدد ازاد تحقیقات دې وشي

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن برما ته د خپل سفر په وخت د هغه ملک د پوځ د مشر او د آن سان سوچي سره ملاقات کړیدی او د هغوي سره یې په گډه یوه مطبوعاتي غونډې ته وینا هم وکړه.

ټیلرسن دغه سفر په داسې وخت کې کړیدی چې په میانمار کې د روهینگیا مسلمانانو په ضد د تشدد په هکله د بشري حقونو د څار ډلې یو ٣٧ پاڼې رپورټ خپور کړیدی په دغه رپورټ کې د میانمار په پوځ دا تور لگول شویدی چې هلته یې د روهینگیایانو په ضد ډیر ناروا تشدد کړیدی. د میانمار پوځ روهینگیایی ښځو او ماشومانو جینکو باندې جنسي تیري هم کړیدي.

په دغه رپورټ کې د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د برما پوځ په ښځو جنسي تیري کړیدي.

د بشري حقونو د څار یوه څیړونکې وایي "د ښځو زیاتره اکثریت چې زه ورسره غږیدلې یم وایي چې د برما پوځ پرې ډله ایز جنسي تیري کړیدي. په ځینو ښځو خو پکې د نهه کسانو لخوا هم جینسي تیري شویدي. په داسې ډول کارونو کې ډیر پوځیان ککړ دي."

د بشر د څار ادارې چې کومه ویډیو خپره کړیده ښیی چې څو تنه میرمنې پکې خپلې قیسې کوي. په دغه ویډیو کې یوه ښځه وایي "زما یوه کشره خور وه، مونږ کوښښ وکړ چې وتښتو خو عسکرو مونږ ونیولو ، هغوي مونږ د کور شا ته بوستل او زمونږ سره یې دغه ظلم وکړ.، ما ویل که زه مړه شومه . زه بی هوښه شوي وو."

دا رپورټ په داسې وخت کې خپور شویدی چې د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن برما ته سفر وکړ.

دا د یو لوړپوړې امریکایي چارواکي میانمار ته لمړی سفر و. ریکس ټیلرسن وویل "امریکا د میانمار د حکومت د بیکوره شوو خلکو په خپلو کورنو کې د بیا ابادولو د ژمنیتا هرکلی کوي ." ټیلرسن زیاته کړه چې هغه د مشوري کمیټی د هغه وړانډیزونو هرکلی هم کوي چې وایي د رخاین په ایالت کې به د امن او سولې لپاره کار وکړي.

په دغه موخه د برما مشرې آن سان سوچې هم وینا وکړه او ویي ویل چې په هغې باندې لگیدلې دا تورونه سم ندي چې گوندي هغې په دغه ځان نانگاره کړی وي. هغې وویل چې په رخاین کې یواځې یو نه بلکه ډیر قومونه اوسیږي او باید دغه خلک د یو بل په ضد و نه پارول شي.