د لاس رسي وړ اتصالات

د برما د پوځ مشر وایي د روهینگیا مسلمانان برمایان ندي


د برما د پوځ مشر جنرال مین اونگ لاینگ
د برما د پوځ مشر جنرال مین اونگ لاینگ

د برما د پوځ مشر وایي روهینگیایي مسلمانان "د برما اصلي اوسیدونکي" نه دي او د تاوتریخوالي له کبله له سیمې د تښتیدلو کسانو په شمیر کې هم مبالغه شوې ده.

د برما د پوځ مشر جنرال مین اونگ لاینگ په هغه هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر سکات مارسیل سره په لیدنه کې ویلي چې رسنیو د هغو روهینگیایي مسلمانانو په شمیر کې مبالغه کړې ده چې له هیواد نه تښتیدلي دي. هغه د روهینگیایانو په وړاندې د پوځ د بد چلند په اړه څه ندي ویلي.

په دې وروستیو اونیو کې نژدې نیم میلیون روهینگیایان د برما د راحین ولایت نه د بنگله دیش په لور تښتیدلي دي او د برما پوځ د هغوی کورونه، کلي او کروندې سوزولي چې د بیرته راتگ مخه یې ډب شي.

د پنجشنبې په ورځ په زرگونو نور روهینگیایي مسلمانان هم د راحین ولایت نه وتلي او په داسې حال کې چې د خوراکي توکیو له کمبود سره مخامخ دي په کوچنیو بیړیو کې یې بنگله دیش ته مخه کړې ده.

د برما نه مهاجر شوي روهینگیایي مسلمانان
د برما نه مهاجر شوي روهینگیایي مسلمانان

جنرال لاینگ د برما د اکثریت بودایي ټولنې تر ټولو ځواکمن شخص دی. د روهینگیایي مسلمانو په وړاندې د هغه سخت دریځ د سولې د نوبل جایزې گټونکې اونگ سان سو چي په مشرۍ دموکراسۍ ته د برما د اوښتون په هکله پوښتنې ایجاد کړې دي. نړیواله ټولنه د روهینگیایانو په وړاندې د پوځ په چلند سختې نیوکې کړې دي.

جنرال لاینگ روهینگیایانو ته د "بنگالیانو" خطاب کوي او وایي د دوی د ستنونزو مسؤلیت د برتانوي استعمار په غاړه دی. هغه د امریکا سفیر ته ویلي چې "بنگالیان برما هیواد ته ندي راوستي، بلکه استعمارگرو راوستي". د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د روهینگیایانو سره د مرکو په بنسټ ویلي چې پر دوی باندې تیري د اگست د ٢٥ بریدونو دمخه پیل شوي چې په هغو کې وژنې، پر ماشومانو باندې جنسي تیري او شکنجې شاملې دي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي تیره میاشت د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د برما د پوځ چلند یو "وحشیانه او د قومي اقلیت د پاکولودوامداره کمپاین" وگاڼه او پر هیوادونو یې غږ وکړ چې برما ته د وسلو لیږل بند کړي.

اروپایي ټولنه او د امریکا متحده ایالات د برما په پوځي مشرانو باندې د مستقیمو بندیزونو د لگولو په هکله غور کوي. ټاکل شوې چې اونگ سان سو د پنجشنبې په ورځ یوه تلویزیوني وینا وکړي. هغه تیر کال د انتخاباتو له گټلو وروسته د حکومت مشره شوه، خو د امنیتي مسایلو په گډون اصلي قدرت د پوځ په لاس کې دی.

XS
SM
MD
LG