نۍ: ۹۵۳ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کرونا اخته شوي

نۍ وايی تر ټولو ډېر خبریالان په کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې په کرونا اخته شوي دي

په افغانستان کې د "نۍ" په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ یوه اداره وايي چې د دوی د سروې له مخې له تیرو څلورو میاشتو راهېسې تر دې اونۍ پورې ۹۵۳افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د نۍ رئیس مجیب خلوتګر د سه شنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې د کرونا له کبله تر دې دمه شپږ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي مړه شوي هم دي.

ښاغلي خلوتګر وویل "د جغرافیوي موقعیت له مخې په مرکزي زون، چې کابل او شاوخوا ولایتونه په کې دي، تر ټولو زیات د کرونا په ناروغۍ اخته شوي چې شمېر یې ۵۶۰ رسیږي. د کابل نه وروسته ۱۷۱تنه په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې په کرونا اخته شوي. د هغه وروسته هرات او شاوخوا ولایتونه دي چې ۱۲۰کسان اخته شوي او د لویدیځې حوزې وروسته د بلخ ولایت او د دغه ولایت شاوخوا ولایتونه دي چې ۸۹تنه په کې په کرونا اخته شوي دي."

ښاغلی خلوتګر وايي چې د نارینه پرتله خبریالانې په کم شمیر کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

نۍ له افغان حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو ژوند او خوندیتوب ته پام وکړي او د دې لپاره چې نور خبریالان په کروناویروس اخته نشي، حکومتي چارواکي باید خبریالانو ته انلاین معلومات ورکړي.

ښاغلي خلوتګر وویل " بل څه چې مونږ یې غواړو البته د رسنیو د مدیرانو څخه، هغوی دې خپل مسولیت ومني او د خپلو کارکوونکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي."

د نۍ د دغې سروې څخه شاوخوا دوه میاشتې مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې «ار ایس اف» په افغانستان کې د کرونا په ناروغۍ له ۷۰ څخه د زیاتو افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د اخته کیدو خبر ورکړی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل په ۲۱ولایتونو کې د کرونا د ویروس د ۲۷۹نوو پیښو د ثبت خبر ور کړ چې ورسره په دغه هیواد کې د ټولو مثبتو پیښو شمیر څه باندې ۳۱۵۰۰ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی وايي:" په تیرو ۲۴ساعتونو کې زمونږ د هیواد په لابراتوارونو کې ۷۶۹کسان معاینه شوي چې له جملې څخه یې ۲۷۹مثبت تشخیص شوي ۱۹۷روغ شوي او بدبختانه چې ۱۲تنه وفات شوي دي".

په افغانستان کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ ترټولو زیاتې مثبتې پیښې په اوو ولایتونو کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، پکتیا او تخار کې ثبت شوي دي.