په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق یو ځل بیا د طالبانو له خوا بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې ددغې ډلې پر چلند اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ملګري ملتونه دې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو کړنې د 'بشریت پر وړاندې د جنایت' په توګه په رسمیت وپیژني.
نصیر احمد فایق ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې د "ټولنیز، انساني او ددغې ډلې له خوا د جنسیت پر بنسټ د تبعیض څخه د سخت زیږیدلي بشري حقونو د بحران سره مخ شوي دي."
نصیر احمد فایق د جمعې د ورځې ناوخته اکتوبر۲۵ (لړم څلورم ) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرانیستي بحث ته د خپلې وینا متن خپور کړی، چې په کې هغه ددغې ټولنې څخه غوښتي چې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو کړنې دې د 'بشریت پر وړاندې د جنایت' په توګه په رسمیت وپیژني.
هغه ویلي: "نړیواله ټولنه باید په څرګنده په اخلاقي توګه چلند څخه کار واخلي او بیطرفه اوسي. ملګري ملتونه باید د جنسیت پربنسټ د طالبانو چلند د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په رسمیت وپیژني. د عدالت لپاره د ښځو څخه اخیستل شوي حقونو ستنیدل د ځواب ویلو او نړیوال امنیت لپاره اړین دي".
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ددې څرګندونو دمخه هم د بشري حقونو ځینو نړیوالو بنسټونو او د افغان میرمنو د حقونو ملاتړو ادارو ورته غوښتنې کړي وې، خو تراوسه ملګرو ملتونو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې نجونې له زده کړو منع کړې او هم یې د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره پر ښځو د کور څخه بهر په کار او د ژوند په ټولو برخو کې پراخه محدودیتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو له وړاندې ویلي چې د ښځو او د نجونو د حقونو پر وړاندې د طالبانو دا ډول چلند د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته ورته والي لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست چې د پخواني جمهوري رژیم پر مهال په دغه استازولۍ کې ګمارل شوی په خپله دغه وینا کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څخه غوښتي چې پر طالبانو باندې دې د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د پابند پاتې کیدو لپاره فشار راوړي.
همداشان هغه د افغان میرمنو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه هم وکړه چې د ښاغلي فایق په وینا د طالبانو د ځپوونکواقداماتو پر وړاندې په مبارزه بوختې دي.
په دې وینا کې راغلي: "په افغانستان کې د ښځو حذف او ځپل نه یوازې، د افغان میرمنو لپاره یوه تراژیدي ده، بلکې یو داسې بحران دی چې د نړۍ د سولې او امنیت اساس هم ګواښوي".
ددې دمخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې په لګیدلو محدودیتونو انتقاد کړی و او د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو د حاضرولو لپاره یې د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانو له هڅو ملاتړ اعلان کړی و.
د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبرپه میاشت کې استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ په نیویارک کې اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بشری حقونو څخه د سرغړونو لپاره یو حقوقي بهیر به پیلوي چې ممکن په هاګ کې د عدالت په نړیوالې محکمې کې واورېدل شي.
څه باندې ۲۰ هېوادونو په یوې اعلامیې کې د دغه حقوقي اقدام هرکلی کړی دی. انتونیو ګوتیرش د سپټمبر ۲۹(تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې لیکلي: زه د ټولو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره چې د اوسنیو مقاماتو [طالبانو] څخه غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول توپیري محدودیتونه له منځه یوسي یوځای کیږم".
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي کیدای شي په معاصر تاریخ کې د ځینو "خورا زیاتو ځپوونکو سیستمو" سره مقایسه شي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د پرله پسې محدودیدتونو په دوام د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکرنوی قانون توشیح کړی چې په کې پرخلکو په ځانګړي ډول ښځو باندې نور محدودیتونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي په قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې په پام کې نیول شوي دي.
ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
ددې دمخه د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد سپټمبر ۲۶( تلې پنځم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند "د زغم څخه بهر" کړی او هغوی یې د عام ژوند له ټولو برخو حذفې کړې دي