کروناویروس؛ د شمالي کارولینا مشهور پوهنتون خپل ټولګي وتړل

په چاپیل هیل کې د شمالي‌کارولینا پوهنتون

د امریکا د متحدو ایالتونو د امریکا د شمالي کارولینا پوهنتون، چې د امریکا په ډېرو معتبرو پوهنتونونو کې شمېرل کیږي، د کروناویروس له کبله خپل ټول حضوري ټولګي رخصت کړل.

په دغه پوهنتون کې تېره اونۍ حضوري درسونه پیل شوي وو.

پوهنتون وايي چې ۱۷۷ زده کوونکي یې د کرونا په ویروس اخته شوي او شاوخوا ۳۵۰ نور یې په لیلیو او نورو سیمو کې قرنطین شوي دي.

دا پوهنتون شاوخوا ۳۰زره زده کوونکي لري او مسولین یې وايي چې زده کوونکو به ماسکونه تړل او د یو بل تر منځ به یې فاصله هم ساتله.

د پوهنتون مسولین وايي د زده کوونکو بي‌غوري، د مۍ خانو پرانیستلو او ډېرو میلمستیاو د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې.

اوس د دغه پوهنتون درسونه انلاین دي. په امریکا کې ځینو نورو پوهنتونونو هم ویلي دي چې د کرونا ویروس له کبله خپل حضوري درسونه بندوي.

د کروناویروس له کبله په امریکا کې څه باندې ۱۷۰زره کسان مړه شوي او ۵.۴ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

ځوانان د کروناویروس ډېر انتقالوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په دې وروستیو کې معلومه شوې ده چې کروناویروس د نړۍ ځوان نسل ډېر نیسي.

د لویدیځ پاسفیک لپاره د دغه سازمان مشر ډاکټر تاکیشي کاسای د سه شنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمری۲۸) په یو انلاین کنفرانس کې وویل چې په دې وروستیو کې هغه ځوانان چې ۲۰، ۳۰ او ۴۰ کلن دي، ډېر په کرونا اخته کیږي او همدوی اوس دا ویروس ډېر انتقالوي.

ډاکټر کاسای وویل چې دا مسئله په لویدیځ پاسفیک کې، چې شاوخوا ۱.۹ میلیارد نفوس لري، ډېره جدي ده.

وايي لویه ستونزه دا ده چې ډېر دا ځوانان نپوهېږي چې د کرونا په ویروس اخته شوي دي، ځکه په وجود کې یې د دغه ویروس علایم یا کم او یا هېڅ هم نه لیدل کیږي.

هغه وویل: "دا کار سپین ږیرو، ناروغانو، هغو خلکو ته چې له ډېر وخت څخه د رنځ په بستر کې پراته دي او هغو خلکو ته چې په لېرو پرتو ګڼ مېشتو سیمو کې اوسیږي، د دغه ویروس د انتقال خطر هم ډېر زیات کړی دی."

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۷۷۴زره کسان مړه شوي او ۲۱.۹ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.