په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۹۴ تنه نور کرونا نیولي

په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۸۷۳ ته لوړ شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې ۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او دوه تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اپرېل ۶ (وري ۱۷) ویلي چې په تیرو ۲۴ساعتون کې د کرونا ویروس د ۲۳۷۳ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۹۴ یې مثبت او پاتې منفي وو.

له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۲۰ په لغمان، ۱۷ یې په کابل، ۱۷ننګرهار، ۷ په هرات، ۲ کندهار، ۳ بلخ، ۵ پکتیا، ۵ نیمروز، ۳ غزني او یوه په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۸۷۳ ته لوړ شو.

همداره په تیره شپه او ورځ کې د دوو تنو په مړه کېدو سره په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر۲۵۱۲ او بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۱۹۲۸ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا دجانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۲ میلیون کسان نور ورڅخه مړه شوي دي.