ملاله: افغانانې د طالبانو د جنایتونو پر ضد مبارزه کوي

طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته په تیرو دریو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپل ایکس کې په یو پیغام کې د افغانستان ښځې او نجونې ستایلې دي چې د خپلو حقونو لپاره د طالبانو د «جنایتونو په ضد» درېږي او مبارزه کوي.

هغې د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۵( وږي ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه یو ویدويي پیغام خپور کړی دی.

هغې په خپل ایکس کې لیکلي: «غواړم نن له خپلو ځواکمنو افغان خویندو سره یو پیغام شریک کړم. په داسې حال کې چې طالبان تاسو ښوونځیو ته له تللو منع کوي او هڅه کوي له عامې زندګۍ څخه مو حذف کړي، تاسو یې د جنایتونو په ضد مبارزه کوئ. مبارزه مو روانه وساتئ. ستاسو زړورتیا د الهام سرچینه ده.»

ملالې ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په تعلیم باندې د بندیز درې کاله کېږي او «دا ټول د ښځو په وړاندې د طالبانو د بې رحمه او ځپونکي کمپاین برخه ده چې ښځې او نجونې له کار، زده کړو او عام ژوند کې له مشارکت څخه منع کوي».

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ملالې ویلي دي چې د طالبانو له بندیزونو سره سره بیا هم افغان ښځو او نجونو «د زده کړو ترلاسه کولو لپاره نوښتونه او لارې موندلي دي چې په خپلو کورونو کې د ګرځنده تیلیفونونو، تلویزیون او راډیو له لارې زده کړې» ترلاسه کړي. هغه وايي چې په نړۍ کې ډېر خلک شته چې غواړي په دې اړه له طالبانو سره حساب او کتاب وشي.

د نوبل د سولې د جایزې دغې ګټوونکې په نړۍ کې د هغو کسانو څخه چې د میرمن یوسفزۍ پیغام اوري غوښتي چې هغوی هم کولای شي افغان نجونو سره د هغوی د حقونو ترلاسه کولو په برخه کې په خپلو حکومتونو باندې د فشار په راوړلوسره مرسته وکړي.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې ترهغې به ارامتیا ساه وانخلي چې د افغان نجونو حقونه نه وي خوندي شوي.

د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د سپټمبر په میاشت کې نوی تعلیمي کال پیلیږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال د حمل د میاشتې په سر کې پیل شوي ددغه هیواد په ګرمو سیمو کې نوی تعلیمي کال د وږي د روانې میاشتې په ۱۵ باندې پیل شوی دی.

د ملالې یوسفزۍ ددغه پیغام دمخه افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو سفارت چې د قطر په پایتخت دوحه کې فعالیت کوي په یو پیغام کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له زده کړو د افغان نجونو پر محرومیدو باندې انتقاد کړی او ویلي وو، چې دا سفارت به د نجونو د بندو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره له خپلې غوښتنې لاس وانخلي.

دغه سفارت دسپتمبر۱۲ ( وږي ۲۲مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: «لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې زده کونکي ښوونځیو ته ستنیږي، د افغانستان په ټولګیو کې ۱.۴ ملیونه څوکۍ تشې پاتې دي - هغه څوکۍ چې د نجونو او ځوانو میرمنو لپاره ځانګړې شوې دي. متحده ایالات د هغو افغان کورنیو سره پیوستون څرګندوي چې، زده کړې د یوه حق په توګه د ټولو لپاره غواړي».

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې په رسمي ډول د نجونو پرزده کړو بندیز لګیدلی دی.

طالبانو په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پرزده کړو محدودیت موقتي بللی او ویلي دي چې لا هم د نجونو لپاره د تعلیمي نصاب او د شریعت سره برابر د زده کړو مناسب چاپیریال د چمتو کولو هڅه کوي.

خو نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو یو شمیر فعالان وايي چې د دریو کلنو په تیریدو طالبانو تراوسه د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره امکانات نه دي برابر کړي.

د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي او وايي چې دې ستونزې ته په کور دننه د حل لارې د ولټولو هڅه کوي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د روان کال د اګست په ۲۵( وږي څلورمه) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ښځو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دی او په دې اړه به هغه څه چې یو شرعي نظام یې غوښتنه کوي پریکړه وشي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي وویل: «دا یوه حساسه مسله ده، مختلف ابعاد لري، په اړه په بیړني ډول پریکړه چې په اونیو او میاشتو کې ترسره شي ممکنه نه ده».

ندا محمد ندیم وویل چې په دې اړه د دیني عالمانو څیړنې دوام لري او که چیرې هغوی دا پریکړه وکړي چې د نجونو او ښځو زده کړې جایزې دي ورته به اجازه ورکړل شي.